د ایران د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف د پاکستان د پوځ او وسلهوالو ځواکونو له قوماندان عاصم منیر سره په لیدنه کې ویلي، چې «موږ نوې خبره نه لرو او امریکا یوازې د هغو اوو شرطونو په عملي کولو سره د ایران باور ترلاسه کولای شي، چې په نیویارک کې وړاندې شوي وو.»
د ایران د مجلس رئیس زیاته کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اسلاماباد د تفاهملیک له نقض او پرلهپسې ګواښونو سره د ایران او امریکا ترمنځ د بېباورۍ دېوال تر پخوا هم لوړ شوی دی.
قالیباف زیاته کړې: «موږ جګړه نه غواړو، خو د خپل هېواد او ملي عزت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لرو.»
هغه ټینګار کړی، چې «ګواښونه او پوځي تحرکات نه شي کولای د ایران د اسلامي جمهوریت پر ستراتیژیکو پرېکړو اغېز وکړي. دا امریکا وه چې د ناسمو محاسبو او پر ایران د جګړې په پیلولو سره په یوه ډنډ کې راګیر شوه. اوس هم همدوی باید له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.»
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي هم د پاکستان د پوځ له قوماندان سره په لیدنه کې ویلي، چې «د ایران ټول ولس او چارواکي په یوه خوله دې پایلې ته رسېدلي، چې تر هغه وخته به خبرې اترې ونه شي، څو امریکا د باور جوړولو لپاره لازم اقدامات نه وي کړي.»
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي زیاته کړې، چې «د باور جوړولو پیل د ایران د شرطونو په عملي کولو پورې تړلی دی.»
هغه همدارنګه د ایران د غني شویو اټومي موادو د لېږدولو په اړه د امریکا غوښتنې ته په اشارې ویلي، چې «د غني شویو اټومي موادو یوه ذره به هم له ایران څخه بهر ونه لېږدول شي. دغه مواد د ایران د خلکو لویه پانګه او ملي شتمني ده، چې په کور دننه به ترې ګټه واخیستل شي.»
د پاکستان د پوځ قوماندان عاصم منیر، چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د منځګړیتوب دنده پر غاړه لري، نن سهار تهران ته ورسېد. د هغه سفر د پاکستان د هغو نويو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د ایران او امریکا بېرته د خبرو اترو مېز ته راګرځول دي.
عاصم منیر د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم لیدلي، خو د دې لیدنې جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
ایران او امریکا د پاکستان په منځګړیتوب د روان میلادي کال د جون په ۱۷مه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د «اسلاماباد تفاهملیک» په نوم یو سند لاسلیک کړ. خو د دې سند له لاسلیک څخه تر دوو اونیو لږ وخت وروسته، دواړو لورو یو بل د هغه په نقض تورن کړ او جګړه یې بېرته پیل کړه.
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې، په نیویارک کې له امریکا سره د یوې هوکړې او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره شپږ مادهییز وړاندیز وړاندې کړ.
ایران اعلان کړی، چې د امریکا ځواب یې هم ترلاسه کړی، خو تر اوسه یې د دغه ځواب او وړاندیز په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
