په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د قطر د یوه وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اقتصادي او پراختیايي همکاري باید د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو یا د دې ډلې د واک د ټینګښت په وسیله بدله نه شي.
ښاغلي فایق نن ماښام (سېشنبه، د میزان ۲۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې «د افغانستان اقتصادي بیا رغونه د دې هېواد د خلکو له بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه نه شي بېلېدای؛ ځکه هغوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لا هم له سیستماتیک تبعیض او محرومیت سره مخ دي.»
هغه زیاته کړې: «د افغانستان له خلکو سره باید بشري مرستې دوام ومومي؛ خو دوامداره اقتصادي پرمختګ او اوږدمهاله ثبات یوه باوري، ټولګډونه او د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر ته اړتیا لري. داسې بهیر چې د خلکو د ارادې، عدالت او د افغانستان نړیوالو ژمنو ته د درناوي پر بنسټ د یوه مشروع او ځوابویونکي حکومت د جوړېدو لامل شي.»
فایق ټینګار کړی، چې «افغانې ښځې او د افغانستان خلک تر اقتصادي ژمنو ډېر څه غواړي. هغوی د ازادۍ، انساني کرامت، عدالت او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د اغېزناک ګډون حق لري.»
د قطر د دولت وزیرې په نړیوالو همکاریو کې د چارو مسوولې مریم بنت علي بن ناصر المسند، په دوحه کې د «افغانستان د همغږۍ ډلې» په غونډه کې غوښتنه کړې، چې افغانستان دې له بشري مرستو څخه د اقتصادي بیا رغونې او د خصوصي سکټور د ملاتړ پړاو ته واوړي.
هغې همدارنګه د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا او د هڅو د همغږۍ غوښتنه کړې، څو اوږدمهاله ثبات ټینګ شي او د افغانستان د دوامدارې اقتصادي بیا رغونې لپاره لاره هواره شي.
قطر په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې له دې ډلې سره پراخې سیاسي اړیکې ساتلې دي او په نړیوالو غونډو کې یې تر ډېره د نړیوالو مرستو د دوام او له افغانستان سره د هېوادونو د اقتصادي همکاریو ملاتړ کړی دی.
د قطر چارواکو همدارنګه د طالبانو، امریکا او اروپايي هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې او له افغانستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د خبرو اترو منځګړیتوب هم کړی دی.
