پزشکیان: امریکا دې ګواښونه او بندیزونه لرې کړي، خبرې اترې به وکړو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر سره په لیدنه کې ویلي، که امریکا محاصره او بندیزونه لرې کړي او له ګواښونو لاس واخلي، ایران به خبرو اترو ته چمتو شي.

عاصم منیر پرون (سې‌شنبه، د میزان ۲۸مه) ایران ته د یوه قطري پلاوي د سفر په هم‌مهال تهران ته ورسېد او د ایران له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې خبرې وکړې.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» په یوه راپور کې لیکلي، چې پزشکیان د سیمې ټولې ستونزې د امریکا د «جګړه‌غوښتونکي طبیعت» پایله بللې او ټینګار یې کړی، چې امریکا باید له هر ډول خبرو اترو مخکې ګواښونه او بندیزونه لرې کړي.

پزشکیان ویلي، پوهېږي چې جګړه نه د ایران، نه د سیمې، نه د نړۍ او ان نه د امریکا په ګټه ده؛ خو د امریکایانو د ژمنو د نه پوره کولو او تړون ماتولو د مخینې له امله، هغه نه غواړي چې د محاصرې او بندیزونو له لرې کولو پرته بیا خبرو اترو او هوکړې ته ورسېږي.

د ایران ولسمشر ټینګار کړی:

«امریکایان باید لومړی وښيي چې ګواښونه او بندیزونه لرې کوي، څو د خبرو اترو لپاره شرایط برابر شي. دا ممکنه نه ده چې هره ورځ بندیزونه او فشارونه زیات شي، زموږ د هېواد پر وړاندې لارې او مسیرونه وتړل شي او بیا د خبرو اترو ادعا هم وشي. دا څه ډول خبرې اترې دي؟»

پزشکیان پر ایران د نویو بریدونو د پیل په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي:

«هغوی به په جګړه کې خپلو موخو ته ونه رسېږي او یوازې به وراني او زیانونه رامنځته کړي؛ نه یوازې ایران ته، بلکې ټولې سیمې ته. موږ نه غواړو چې داسې څه پېښ شي.»

په همدې حال کې، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماټیکو لارو چارو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د ایرنا د راپور له مخې، منیر د جګړې د بیا پیل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي:

«خبرې اترې هېڅکله د کمزورۍ، منلو او امریکا ته د تسلیمېدو په معنا نه دي؛ بلکې دا د جګړې، نښتو او ناامنۍ پرته د ستونزو د حل لپاره یو فرصت دی.»

عراقچي: غیرمستقیمې خبرې اترې روانې دي

په داسې حال کې چې پزشکیان له امریکا سره خبرې اترې د ګواښونو او بندیزونو له لرې کولو سره مشروطې بللې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عراق له «الاخباریه» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ایران د منځګړو هېوادونو، پاکستان او قطر، له لارې له امریکا سره خبرې اترې کوي.

عراقچي ویلي:

«له امریکایي لوري سره زموږ خبرې اترې د منځګړو هېوادونو، د پاکستان او قطر په ګډون، له لارې په دوامداره توګه روانې دي.»

هغه زیاته کړې، چې له امریکا څخه د ایران غوښتنه د «اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د ټولو ژمنو عملي کول» دي، چې مخکې لاسلیک شوی و.

د عراقچي په وینا، کله چې امریکا پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ایران چمتو دی چې د نورو موضوعاتو په اړه هم خبرو اترو ته داخل شي.

هغه ویلي:

«د خبرو اترو په وروستي پړاو کې هم کولای شو هره موضوع یا مسئله، چې له دواړو لورو څخه یې یو مطرح کړي، تر بحث لاندې ونیسو او په اړه یې وروستۍ هوکړې ته ورسېږو.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته