د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په پروان ولایت کې د یوه برید په پایله کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغه جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې برید د سهشنبې په ماښام (د میزان ۲۸مه) د کابل ـ شمال پر عمومي لویه لار، د پروان ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ په «پل متک» سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه هدفي عملیاتو کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویډیو چې د افغانستان د ازادۍ جبهې له لوري پر ایکسپاڼه خپره شوې او د یاد برید اړوند بلل شوې، د سړک تر څنګ د یوې چاودنې صحنه ښيي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
