د ټرمپ حکومت د امریکا تر ۳۰۰ زرو ډېرې ویزې لغوه کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو راهیسې، د دغه هېواد تر ۳۰۰ زرو ډېرې ویزې لغوه شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګاټ، د سې‌شنبې په ورځ (د میزان ۲۸مه) پر ایکس‌پاڼه د دغو شمېرو په خپرولو سره لیکلي، چې د ټرمپ حکومت «د امریکا په تاریخ کې د بل هر حکومت په پرتله په ډېر سرعت» ویزې لغوه کړې دي.

دغه ویزې د ټرمپ حکومت د هغو سختو سیاستونو په چوکاټ کې لغوه کېږي، چې موخه یې د کډوالۍ محدودول او پر بهرنیو وګړو د څارنې زیاتول دي.

پیګاټ ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت به له هغو بهرنیو وګړو سره هېڅ ډول نرمښت ونه کړي چې ویزه لري، خو قانوني سرغړونه، درغلي یا د ملي امنیت ګواښوونکي اقدامات ترسره کوي.

نوې شمېرې ښيي چې په وروستیو میاشتو کې د لغوه شویو ویزو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله پخوانۍ تازه‌خبرتیا کې، چې د اګست په ۱۰مه خپره شوې وه، د ټرمپ د اوسنۍ ولسمشرۍ دورې له پیل راهیسې د لغوه شویو ویزو شمېر تر ۱۷۵ زرو ډېر ښودلی و.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ټرمپ حکومت د دغو اقداماتو موخه د کورني امنیت پیاوړتیا او د کډوالۍ اړوند سرغړونو مخنیوی بولي؛ خو د بشري حقونو مدافعان وایي، د دغو سیاستونو لمن له ناقانونه کډوالۍ ورهاخوا غځېدلې او د بیان ازادي او قانوني بهیر ته د لاسرسي حق یې اغېزمن کړی دی.

د بشري حقونو مدافعانو همداراز د نژادي تبعیض د زیاتېدو او د قومي لږکیو او کډوالو ټولنو د په نښه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

له جنجالي مواردو څخه یو هم د هغو بهرنیو معترضانو د ځینو ویزو لغوه کول دي چې د فلسطین ملاتړ یې کاوه او پر غزې د اسرائیلو د بریدونو پر ضد یې لاریونونه کړي وو.

رویټرز لیکلي، چې د محافظه‌کار سیاسي فعال چارلي کرک د وژل کېدو په اړه پر ټولنیزو شبکو د څرګندونو له امله هم د ځینو بهرنیو وګړو ویزې لغوه شوې دي.

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت د ځینو بهرنیو معترضانو د شړلو د هڅو ترڅنګ، د کډوالو او د ویزو د غوښتونکو پر «انلاین فعالیتونو څارنه» هم زیاته کړې ده.

منتقدان وایي، د امریکا اوسنی حکومت د ملي امنیت په پلمه خپل مخالفان او نیوکه‌کوونکي په نښه کوي او د محدودو سرغړونو موارد د کډوالو پر ټولنو، په ځانګړي ډول د مینېسوټا ایالت پر سومالیايي‌الاصله اوسېدونکو، د پراخ فشار راوړلو لپاره کاروي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په ټاکنیز کمپاین کې د «ناقانونې کډوالۍ» پر مهارولو ټینګار کړی و؛ خو حکومت یې پر «قانوني کډوالۍ» هم محدودیتونه لګولي دي. په دغو محدودیتونو کې د ځینو کاري ویزو د لګښتونو لوړول او د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د وګړو پر امریکا د ننوتلو بشپړ بندیز شامل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته