د اسرائیلو د پوځ عملیات په لوېدیځه غاړه کې پیل شول؛ نتانیاهو د «بې‌ساري پلان» د پلي کېدو خبر ورکړی

اسرائیل په لوېدیځه غاړه کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې «هدفمند عملیات» پیل کړي دي. د دغه هېواد لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، هم د یوه پوځي پلان خبر ورکړی چې د ده په وینا، له ۱۹۶۷ کال راهیسې، یعنې د شپږ ورځنۍ جګړې له وخته، بې‌ساری دی.

د اسرائیلو پوځ نن د شنبې په سهار (د لړم په ۲مه) پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات د لوېدیځې غاړې د الخلیل په سیمه کې ترسره کېږي.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې په دغو عملیاتو کې «سرتېرو د شکمنو کسانو د پوښتنو ګروېږنو ترڅنګ، په ټوله سیمه کې دقیقې پلټنې پیل کړې دي، څو د ترهګرو اړوند زیربناوې او وسلې ومومي او له منځه یې یوسي».

په اعلامیه کې راغلي: «د هغو سیمو اوسېدونکي چې ځواکونه پکې عملیات ترسره کوي، د پوښتنو ګروېږنو او امنیتي ارزونې وروسته، کولای شي د وتلو له درېیو ټاکل شویو لارو څخه سیمه پرېږدي. هغه کسان چې د امنیتي ارزونې پر مهال شک پرې پیدا شي، د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره به امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.»

په همدې حال کې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې په لوېدیځه غاړه کې یې د یوه «ډېر پراخ او بې‌ساري» پوځي عملیاتو پلان څېړلی دی.

نتانیاهو پرون په لوېدیځه غاړه کې د ډزو د پېښې له ځای څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د پلان شوو پوځي عملیاتو په څېر اقدام له ۱۹۶۷ کال راهیسې نه دی ترسره شوی.

هغه ویلي: «ما او د دفاع وزیر د یهودا او سامره (لوېدیځې غاړې) په سیمه کې د اسرائیلو د پوځ د یوه ډېر پراخ عملیاتو پلان څېړلی دی؛ داسې عملیات چې د شپږ ورځنۍ جګړې له وخته تر اوسه نه دي ترسره شوي.»

اسرائیلو د ۱۹۶۷ کال د جون په شپږ ورځنۍ جګړه کې په یوه مخکېني برید سره د مصر او د هغو د متحدینو هوايي ځواکونه مات کړل او تر خپل کنټرول لاندې یې سیمې پراخې کړې.

نتانیاهو ویلي چې د دغو عملیاتو د ترسره کېدو وخت به دی ټاکي: «پوځ د دې عملیاتو د ترسره کولو لپاره چمتو دی او موږ به یې وخت وټاکو، خو دا عملیات په لاره دي.»

نتانیاهو د دغو عملیاتو لومړی پړاو د «اوسېدونکو بې‌ځایه کول، د کورونو تلاشي او د ترهګرو د زیربناوو ویجاړول» بللي دي.

اسرائیل وايي چې پرون دوو فلسطیني بریدګرو د لوېدیځې غاړې د الخلیل ښار ته نږدې د دغه هېواد پر یوه پوځي مرکز ډزې وکړې. د اسرائیلو په وینا، نښته شاوخوا ۲۰ دقیقې روانه وه او د بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

د اسرائیلو پوځ د خپلو دوو سرتېرو وژل کېدل او د درېیو نورو اسرائیلیانو ټپي کېدل تأیید کړي دي.

حماس د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی، خو هغه یې «اتلولۍ عملیات» بللي او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې نور بریدونه هم ترسره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته