د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، علي عبداللهي، خبرداری ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د امریکايي جنګي بېړیو د فارس خلیج ته د ننوتلو هیله له ځان سره ګور ته یوسي.
عبداللهي په هغو څرګندونو کې چې ایراني رسنیو نن د شنبې په ورځ (د لړم په ۲مه) خپرې کړې، ویلي چې ایران به نور امریکايي جنګي بېړیو ته اجازه ورنه کړي چې یو ځل بیا د فارس خلیج ته ننوځي.
د «ایسنا» خبري اژانس د راپور له مخې، عبداللهي ویلي: «د امریکا ولسمشر باید خوب وویني چې د هغه هېواد پوځیان او پوځ به یو ځل بیا د فارس خلیج ته ننوځي. هغوی به دا هیله د تل لپاره له ځان سره ګور ته یوسي.»
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز زیاته کړې: «موږ به په هېڅ حالت او هېڅ وخت کې امریکايي پوځي بېړیو ته اجازه ورنه کړو چې د فارس خلیج ته ننوځي.»
هغه ادعا کړې چې د امریکا سمندري ځواک نور نه شي کولای د فارس خلیج شاوخوا سمندري سیمو او د ایران ځمکنیو اوبو ته نږدې شي.
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو ویاند، حسین محبي، هم تېره اوونۍ ادعا کړې وه چې امریکايي پوځي بېړۍ د هرمز تنګي څخه شاوخوا ۶۰۰ تر ۷۰۰ کیلومترو پورې لرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کوي چې د ایران هوايي ځواک، سمندري ځواک او توغندیز توان یې له منځه وړی او د هرمز تنګی د امریکا د پوځ تر کنټرول لاندې دی.
هغه پرون خبرداری ورکړی چې که ایران سیاسي هوکړې ته چمتو نه شي، امریکا به یو نوی پوځي عملیات پیل کړي.
