ځایي سرچینې وايي، د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ د معروف چیني اړوند د «قلعه ډاک» کلي اوسېدونکی، ۱۸ کلن ایمل، د حاجي سردار زوی، له ایران څخه عراق ته د قاچاقي سفر پر مهال د قاچاقبرو له موټر څخه تر لوېدو وروسته د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه څو اوونۍ وړاندې شوې وه او د ایمل جسد تېره ورځ (جمعه، د لېندۍ ۱مه) د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
سرچینې وايي، نوموړی د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د ښه ژوند موندلو په موخه د قاچاقي لارې له لارې عراق ته روان شوی و، خو سفر یې په مرګ پای ته ورسېد.
په افغانستان کې د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د طالبانو له لوري پر زدهکړو او کار د لګول شویو محدودیتونو له امله، ګڼ شمېر ځوانان د ښه ژوند او کار موندلو په موخه بهرنیو هېوادونو ته د قاچاقي لارو د سفر پرېکړه کوي. خو دا خطرناک سفرونه ډېری وخت د مرګ، ټپي کېدو او نورو ناوړه پېښو لامل کېږي او یو شمېر ځوانان خپل منزل ته تر رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکوي.
