په هسپانیه کې د اورګاډو د ټکر د مړو شمېر ۶۴ تنو ته لوړ شو

د هسپانیې د «کاستیلا-لامانچا» سیمې سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی چې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له امله د مړو شمېر ۶۴ تنو ته رسېدلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه پېښه نن (چهارشنبه، د عقرب ۶مه) له مادرید څخه د هسپانیې په سوېل کې د اندلس سیمې مرکز او تر ټولو لوی ښار سویل ته پر غځېدلې لار، د تولدو ایالت په «ارودا» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هسپانیې لومړی وزیر پدرو سانچز اوس د پېښې ځای ته تللی او خبریالانو ته یې ویلي: «ټوله هسپانیه په ویر کې ده.» هغه درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

سانچز زیاته کړې چې د حکومت لومړیتوب د پېښې قربانیان او د هغوی کورنۍ دي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره به تر خپله وسه هڅې وکړي.

هغه ویلي، د حکومت دویم لومړیتوب د پېښې د لامل معلومول دي او که کومه بې‌غوري یا غفلت شوی وي، هغه به په ډاګه شي.

په دې پېښه کې د دولتي شرکت «رنفه» یو چټک اورګاډی، چې ۳۹۷ سپرلۍ یې لرلې، له یوه درېدلي چټک اورګاډي سره ټکر شوی چې د خصوصي شرکت «ایریو» اړوند و او ۱۴۷ سپرلۍ یې لرلې.

د هسپانیې د ترانسپورټ وزیر اسکار پوئنته د پېښې د لامل په اړه ویلي چې «د کمپیوټري اړیکو په سیستمونو کې د ستونزې له امله د اورګاډو حرکت په اتومات ډول درېدلی و».

هغه زیاته کړې: «وروسته، د شته پروتوکولونو خلاف او سره له دې چې سور څراغ بل و، د رنفه د چټک اورګاډي د بېرته حرکت لپاره ناسمه پرېکړه وشوه. اورګاډي خپل مسیر ته دوام ورکړ، تر دې چې له هغه درېدلي اورګاډي سره ټکر شو چې مخې ته یې پروت و.»

د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او احتمال شته چې د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

دا په روان میلادي کال کې په هسپانیه کې د اورګاډو دویمه خونړۍ پېښه ده. د روان کال په جنوري کې هم پر ورته لار یوه ورته پېښه شوې وه چې ۴۶ کسان پکې مړه شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته