د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري وایي، دا مهال په افغانستان کې د کانونو ۳۵۰ تړونونه فعال دي چې له ډلې یې ۴۴ تړونونه د لویو کانونو په اړه دي.
نوموړي ادعا کړې چې د هېواد د کانونو په برخه کې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان پر کار بوخت دي.
بدري دغه څرګندونې په کابل کې د «کانونو د لومړني نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي. هغه ویلي، د طالبانو اداره هڅه کوي چې له معدني سرچینو څخه د اقتصاد د پیاوړتیا او د هېواد د پرمختګ لپاره ګټه واخلي.
د طالبانو د کانونو وزیر ټینګار کړی چې د کانونو له استخراج څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو موخه د خلکو او دولت په ګټه د هغو لګول دي.
د طالبانو چارواکو د چهارشنبې په ورځ، د عقرب پر شپږمه، په کابل کې د کانونو د لومړني نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ. د نندارتون په پرانیسته کې یې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو د پلټنې او استخراج په برخو کې پانګونه وکړي.
د دوی په وینا، د معدني سرچینو استخراج به د طالبانو د ادارې تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
په دې نندارتون کې د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري ګډون کړی و.
عبدالسلام حنفي ادعا کړې چې په افغانستان کې د طبیعي سرچینو په برخه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده. هغه د کانونو پر قانوني استخراج هم ټینګار کړی دی.
حنفي ویلي، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته به ځمکې په اجاره ورکړل شي، څو د طالبانو تر څارنې لاندې د کانونو د استخراج او پروسس چارې ترسره کړي.
بلخوا، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له بهرنیو پانګوالو غوښتي چې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. نوموړي د دې بهیر د سم او اغېزمن مدیریت پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه نندارتون د جوړولو موخه د معدني سرچینو د پلټنې، استخراج او پروسس په برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو راجلبول دي.
