انګور اډه کې نښته؛ د طالبانو دفاع وزارت: پاکستاني ځواکونو برید پیل کړی و

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې د تېرې ورځې د نښتې پیل پاکستاني ځواکونو کړی و.

دغه وزارت نن (چهارشنبه، د لړم ۶مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د ماسپښین شاوخوا یوه بجه پاکستان له کوم ګواښ او یا دلیل وړاندې کولو پرته، د بې‌پیلوټه الوتکو په لېږلو سره د انګور اده پر بازار او د پکتیکا پر کمېسارۍ څلور بریدونه وکړل.

د طالبانو دفاع وزارت زیاته کړې، چې د دوی ځواکونو د دغو بریدونو په غبرګون کې د سیمې په شاوخوا کې د پاکستان پر قرارګاه او پوستو بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې یو شمېر پاکستاني سرتېري ووژل او ټپیان شول او د پاکستان پوځي تاسیساتو ته هم درانه زیانونه واوښتل.

دغه وزارت ادعا کړې، چې د پاکستان په بریدونو کې د دوی ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

ځايي سرچینو تېره ورځ ماښام د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمه، انګور اده کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و.

د سرچینو په وینا، د پاکستان له لوري د توغول شویو مرمیو د لګېدو له امله د انګور اده په بازار کې پر دوکانونو اور ولګېد او ځینې مرمۍ هم پر استوګنیزو سیمو ولګېدې.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د طالبانو د ډزو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دا په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تازه نښته ده. دواړو لورو په تېر یوه کال کې څو ځله په سرحدي سیمو کې خونړۍ نښتې کړې دي.

پاکستان په همدې موده کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، د کابل په ګډون، پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه هم کړي، چې په پایله کې یې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته