د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر اووه ورځنی پلان «د نه منلو وړ نظریات» لرل او تهران دغه وړاندیز رد کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د یوه راپور له مخې، د یوه ایراني چارواکي له قوله چې د خبرو اترو له بهیر څخه خبر دی، لیکلي چې تهران د اټومي موضوع په اړه د انعطاف ښودلو نیت نه لري.
رویټرز پرون (چهارشنبه، د عقرب ۶مه) په یوه راپور کې لیکلي وو، چې قطري پلاوي تهران ته د خپل سفر پر مهال ایران ته نوی وړاندیز وړاندې کړی دی.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، قطري منځګړو د ایران او امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه نوي تړون مسوده وړاندې کړې وه، چې په اووه ورځني وخت کې یې د دواړو لورو اقدامات په پام کې نیولي وو.
خو رویټرز په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، دوحې یوازې «د نه منلو وړ نظریات» مطرح کړي، چې د یوه «جدي وړاندیز» په توګه نه شي ګڼل کېدای. دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې د اټومي موضوع په اړه د هېڅ ډول انعطاف نه ښودلو په تړاو د تهران سیاست لا هم پر خپل ځای دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون وویل، تهران لا هم له منځګړو سره نږدې اړیکې لري، څو هغه نظریات وارزوي چې د ایران له لوري د وړاندیز شوي اووه ورځني پلان د عملي کېدو ضمانت برابرولای شي.
هغه زیاته کړه، چې ایران لا هم ډیپلوماسۍ ته د بریا فرصت ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن تل د ایران د اټومي پروګرام پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څو ځله په خپلو رسمي څرګندونو کې ویلي، چې پر ایران د برید اصلي موخه د دغه هېواد د اټومي وړتیا له منځه وړل دي.
خو ایران د لوېدیځ هغه اندېښنې ردوي، چې ګواکې د دغه هېواد اټومي پروګرام پوځي ماهیت لري. تهران د انرژۍ برابرولو او څېړنو په څېر مشروع موخو لپاره د یورانیمو غني کول خپل مسلم حق بولي او څو ځله یې ټینګار کړی، چې له دې حقه به تېر نه شي.
