فایق: د ځمکو او ملکیتونو غصب او د هزاره‌ګانو جبري بې‌ځایه کېدل ژوره اندېښنه راپاروي

نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د دغه سازمان د درېیمې کمېټې په غونډه کې وویل چې د ځمکو او ملکیتونو غصب او د هزاره‌ګانو جبري بې‌ځایه کېدل ژوره اندېښنه راپاروي.

د ملګرو ملتونو د درېیمې کمېټې غونډه نن سهار (پنج‌شنبه، د لړم ۷مه) د کابل پر وخت، د نصیراحمد فایق او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په ګډون جوړه شوه.

نصیراحمد فایق په دې غونډه کې وویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو وضعیت «بېړنۍ پاملرنې» ته اړتیا لري.

هغه وویل: «په هرات کې زیارت ته نږدې د ۱۳ شیعه مسلمانانو د وژل کېدو راپور، هغه محدودیتونه چې د شیعه‌ګانو پر مذهبي مراسمو او کورنیو چارو اغېز کوي، د ځمکو او ملکیتونو غصب او د هزاره او شیعه ټولنو جبري بې‌ځایه کېدل ژوره اندېښنه راپاروي.»

فایق ټینګار وکړ چې «د افغانستان هېڅ وګړی باید د خپل قوم، مذهب یا عقیدې له امله له ځورونې، تبعیض یا بې‌ځایه کېدو سره مخ نه شي».

ښاغلي فایق وویل چې د افغانستان ښځې، ځوانان، لږکي، معلولیت لرونکي کسان او مدني ټولنه باید په هر هغه پرېکړه کې ونډه ولري چې د دوی پر ژوند مستقیم اغېز کوي.

هغه د طالبانو د واکمنۍ په اړه وویل: «ځمکنۍ ولکه مشروعیت نه رامنځته کوي. مشروعیت د خلکو پر ارادې، د هغوی د حقونو پر درناوي او ځواب‌ویونکي حکومتولۍ ولاړ ټولنیز تړون څخه سرچینه اخلي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست له خلکو سره د طالبانو د چلند له ارزولو پرته له دې ډلې سره تعامل «د ظلم عادي کول» وبلل.

هغه وویل: «نړیوال تعامل باید د افغانستان د خلکو د حقونو او هیلو په خدمت کې وي او هېڅکله باید ظلم، ستم یا محرومیت عادي ونه ګڼي.»

هغه د ملګرو ملتونو د درېیمې کمېټې په غونډه کې وویل چې «د افغانستان خلک لا هم کړېږي»، په داسې حال کې چې طالبان د «تبعیضي قوانینو، ځپنې او محرومیت» له لارې خپله ولکه ټینګوي.

د هغه په وینا، «طالبان په زیاتېدونکي ډول د مخالفانو د چوپ کولو لپاره له وېرې او جبر څخه کار اخلي».

نوموړي د ملګرو ملتونو د درېیمې کمېټې په غونډه کې د یوه سیاسي بهیر د اسانتیا غوښتنه وکړه، څو افغانستان د یوه ټول‌شموله او ځواب‌ویونکي حکومت جوړېدو پر لور ولاړ شي او وګړي یې د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې ماناداره ونډه ولري.

ښاغلي فایق د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د «همغږي نړیوال چلند» غوښتنه وکړه او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو په مشرۍ د یوه سیاسي بهیر په اسانتیا کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې دغه سیاسي بهیر باید افغانستان د یوه «ټول‌شموله او ځواب‌ویونکي حکومت» پر لور بوځي، چې پکې «د افغانستان د خلکو اراده او حقونه» تضمین شي.

فایق د هېواد د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې، چې پکې ۳.۸ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي، نهه میلیونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي، ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي او په تېرو څه کم درېیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د شاوخوا پنځه میلیونه کډوالو د بېرته ستنېدو بحران شامل دی، ویلي چې د افغانستان د اساسي سیاسي بحران له حل پرته دغو ننګونو ته رسېدنه ناشونې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته