ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه زیات شوی دی

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، په افغانستان کې د تریاکو تولید بېرته پیل شوی او د تېر کال په پرتله ۴۰۰ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر نن (پنج‌شنبه، د لړم ۷مه) په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید په اړه د خپلې سروې پایلې خپرې کړې.

په راپور کې راغلي: «په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه او د تریاکو د تولید کچه ۴۰۰ سلنه لوړه شوې ده.»

د دې ادارې د سروې موندنې ښيي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې د کوکنارو د کښت ساحه تر ۴۳ زره هکټارو زیاته شوې ده؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دغه شمېره شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه. همدارنګه، د تریاکو تولید له تېر کال د شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ویلي، که څه هم د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید کچه لا هم په ۲۰۲۲ کال کې د نشه‌یي توکو تر بندیز مخکې کچې ته نه ده رسېدلې، خو دا زیاتوالی د یاد بندیز له پلي کېدو راهیسې لومړنی ثبت شوی پام‌وړ لوړوالی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو هڅې لا هم په جدي توګه روانې دي او ۲۲ زره هکټاره ځمکه یې د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

خو ملګري ملتونه وايي، ډېرو بزګرانو د خپلو کښتونو طریقې بدلې کړې دي، څو د پېژندل کېدو او د قانون د پلي کوونکو ادارو له اقداماتو څخه ځانونه وژغوري.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر موندلې چې بزګران د کوکنارو ځینې کوچنۍ کرنیزې ټوټې د غلو دانو د کروندو په منځ کې یا د دېوالونو په احاطه شوو سیمو کې پټوي. ځینې نور بیا د کښت او حاصلاتو وخت بدلوي، څو د پېژندل کېدو خطر راکم کړي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر اجرائیوي مشرې، مونیکا جوما، ویلي: «د کوکنارو د کښت څلور برابره زیاتوالی ښيي چې د بزګرانو لپاره د مناسبو بدیلونو له شتون پرته د دې کښت دوامداره کمول ستونزمن دي.»

هغې زیاته کړې: «طالبان او نړیواله ټولنه باید د بزګرانو د ټولنو د ملاتړ لپاره په ګډه کار وکړي او د معیشت، کرنیزو زیربناوو او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې د پانګونې له لارې له هغوی ملاتړ وکړي.»

ملګري ملتونه وايي، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۶ ولایتونو ته غځېدلی، چې د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د راپور له مخې، په ټولیز ډول په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له هرو څلورو هکټارو څخه درې هکټاره په شمال ختیځ کې موقعیت لري. دغه اداره وايي، اوس د افغانستان شمال ختیځه سیمه په هېواد کې د کوکنارو د کښت اصلي سیمه ده؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې د بندیز تر لګېدو مخکې د کوکنارو ډېری کښت د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې کېده.

د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې د تریاکو بیه لږ راټیټه شوې او په ۲۰۲۵ کال کې د هر کیلوګرام له ۵۷۰ امریکايي ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده. خو اوسنی قیمت لا هم د بندیز تر مخکینۍ کچې، چې د هر کیلوګرام بیه تر ۱۰۰ امریکايي ډالرو کمه وه، ډېر لوړ دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر اجرائیوي مشرې ټینګار کړی: «په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق د فرامرزي شبکو او د هغوی د جوړښتونو د څېړلو لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.»

هغې زیاته کړې چې «د کوکنارو د کښت دوامداره کمښت د قاچاق‌وړونکو پر وړاندې د قانوني اقداماتو ترڅنګ د پراختیايي لارو چارو غوره کول هم غواړي، څو له بزګرانو ملاتړ وشي».

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په سروې کې راغلي چې په وروستیو کلونو کې د سیمه‌ییزو نشه‌یي توکو په قاچاق کې د کمښت له راتلو سره سره، دا قاچاق لا هم دوام لري.

دغه دفتر وايي، ښايي قاچاق‌وړونکو د نشه‌یي توکو د رسد د ګډوډېدو د مخنیوي لپاره د تریاکو پر پخوانیو زېرمو تکیه کړې وي؛ خو نوې موندنې ښيي چې دغه زېرمې مخ په کمېدو دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د ۲۰۲۶ کال نړیوال راپور هم په اروپا کې د هیرویینو د عرضې د کمېدو لومړنیو نښو ته اشاره کړې ده.

دغه دفتر وايي، د دوامدارې تقاضا او لوړو بیو په مقابل کې د عرضې کمښت ښايي په افغانستان کې د تریاکو د کښت او تولید د زیاتوالي لپاره لا ډېر انګېز رامنځته کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته