طالبانو په دشت برچي کې د ۲۵۰ کورونو د تخلیې حکم صادر کړی دی

سرچینې ورځپاڼې اطلاعات روز ته وايي، طالبانو د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۲۵۰ کورونو د تخلیې حکم صادر کړی او د سیمې ۳۰ اوسېدونکي یې، چې د تخلیې له حکم سره یې مخالفت کړی و، نیولي دي.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې ویلي، طالبانو شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۴۴م او ۶۳م ګذرونو ۴۱ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړې او د سیمې اوسېدونکو ته یې د وتلو امر کړی دی.

د سرچینې په وینا، په دې سیمه کې چې د دشت برچي په سوېل لوېدیځ کې د «کته‌بلندي» غونډۍ شاته پرته ده، شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ ژوند کوي.

د دې قضیې یوې باخبره سرچینې زیاته کړې چې طالبانو دوه ورځې مخکې (سې‌شنبه، د لړم ۵مه) سیمې ته ورغلي او پر کورونو یې خبرپاڼې وېشلې دي، چې له مخې یې د کورونو د تخلیې لپاره ۱۵ ورځې مهلت ورکړل شوی دی.

سرچینې ویلي، وروسته له هغه چې دغه سیمه «امارتي» اعلان شوه او د تخلیې ضرب‌الاجل وټاکل شو، د سیمې اوسېدونکو نیوکې وکړې او د خپلو ځمکو د اسنادو او دوسیو د بیاکتنې غوښتنه یې وکړه.

په همدې لړ کې د سیمې د مشرانو او طالبانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې او طالبانو تر ۳۰ ډېر کسان نیولي دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت، چې مخکې یې د خلکو د ملکیتونو او جایدادونو د «امارتي» تثبیت حکمونه په علني ډول اعلانول، تر اوسه د دې سیمې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې تر ۵۰ ډېر ښارګوټي په بشپړ یا جزوي ډول «امارتي» اعلان کړي دي. خو په څو مشخصو مواردو کې، په ځانګړي ډول په کابل او غزني کې، د هزاره‌ مېشتو ښارګوټو د تخلیې حکمونه یې صادر کړي او یا له کورونو څخه د مالکانو او اوسېدونکو کرایه اخلي.

نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، پرون د ملګرو ملتونو د درېیمې کمېټې په غونډه کې د بشري حقونو د موضوعاتو په اړه وویل چې د طالبانو له خوا د هزاره‌ګانو د ځمکو او ملکیتونو غصب او د هغوی جبري بې‌ځایه کېدل ژوره اندېښنه راپاروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته