مرستندویانو او د حماس تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د اسراییلو په تازه بریدونو کې د غزې پر تړانګه لږ تر لږه اته کسان وژل شوي، چې پنځه تنه یې د پولیسو کارکوونکي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغه بریدونه نن (یکشنبه، د لړم ۱۰مه) د غزې ښار او د دې سیمې په سوېل کې د خان یونس په ښار کې ترسره شوي دي.
مرستندویانو ویلي، د اسراییلو په یوه هوايي برید کې د غزې ښار لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
د حماس تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په یوه بل برید کې د خان یونس په ښار کې پنځه پولیس وژل شوي دي.
د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې په خان یونس کې یې پر څو «وسلوالو» بریدونه کړي، خو د غزې ښار د برید په اړه یې څه نه دي ویلي.
د امریکا په منځګړیتوب د تېر کال له اوربند سره سره، د اسراییلو بریدونه پر غزې لا هم دوام لري.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي. اسراییلو هم په دې موده کې د خپلو څلورو سرتېرو وژل کېدل تأیید کړي دي.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییلي ښارونو د حماس له برید سره پیل شوه. په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او د حماس ځواکونو تر ۲۰۰ ډېر نور کسان یرغمل کړل.
فلسطیني چارواکو ویلي، چې له هغه وخت راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې پر غزې لږ تر لږه ۷۴ زره کسان، د ښځو او ماشومانو په ګډون، وژل شوي او د دې سیمې د وګړو لویه برخه بېځایه شوې ده.
