رویټرز: د ایران د پلاوي او قطري منځګړو ترمنځ خبرې پرله‌پسې درېیمې ورځې ته وغځېدې

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه د ایران د پلاوي او قطري منځګړو ترمنځ خبرې پرله‌پسې درېیمې ورځې ته غځېدلې دي.

دغه رسنۍ د یوه باخبره چارواکي له قوله لیکلي، چې ایراني مذاکره کوونکي نن (یکشنبه، د لړم ۱۰مه) هم په دوحه کې حضور لري، څو له قطري منځګړو سره له امریکا سره د یوه هوکړه‌لیک د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړي.

د قطري منځګړو او ایراني چارواکو ترمنځ خبرې د جمعې په ورځ په تهران کې پیل شوې، د شنبې په ورځ دوحې ته ولېږدول شوې او نن هم د قطر په پلازمېنه کې دوام لري.

رویټرز د یوه رسمي چارواکي له قوله لیکلي، چې د دغو خبرو اړوند همغږي له واشنګټن سره د پرله‌پسې اړیکو له لارې ترسره شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي هم پرون تایید کړه، چې د دغه هېواد یو پلاوی په دوحه کې دی او له امریکا سره خبرې د منځګړو له لارې دوام لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی او خبرې اترې په ښه توګه پر مخ روانې دي.

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران مشر مجتبی خامنه‌یي خپلو پوځي قوماندانانو ته امر کړی، چې د امریکا د هر نوي برید په صورت کې سمدستي او له جغرافیایي محدودیت پرته ځواب ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته