د قزاقستان د الماتا ښار یوې محکمې د دغه هېواد د «کارموندنې او ټولنیزو پروګرامونو ادارې» ته امر کړی، چې د یوې افغانې مېرمنې د پناه غوښتنې بیاځلي غوښتنلیک د هغې په قضیه کې د «نویو شرایطو او بدلونونو» له رامنځته کېدو وروسته وڅېړي.
د «فرغانه» خبري آژانس د راپور له مخې، تر دې وړاندې د دغې افغانې مېرمنې د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد شوی و، خو هغې د نویو شرایطو له امله، چې د هغې او د کمعمره ماشومانو ژوند او امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی و، یو ځل بیا د پناه غوښتنه کړې وه.
د دغه راپور له مخې، د الماتا ښار د کارموندنې او ټولنیزو پروګرامونو ادارې د پخوانیو قضايي پرېکړو له امله د هغې د نوي غوښتنلیک له منلو ډډه کړې وه. وروسته دغې مېرمنې محکمې ته شکایت وکړ او محکمې یې په ګټه پرېکړه وکړه.
فرغانه خبري آژانس لیکلي، دا لومړۍ قضیه ده چې یوې محکمې پکې یوه اړونده اداره د نویو شرایطو او بدلونونو له امله د پناه غوښتنې د بیاځلي غوښتنلیک ارزونې ته اړ کړې ده.
د قزاقستان د بشري حقونو د نړیوال دفتر وکیل، چې د دغې مېرمنې استازیتوب یې کاوه، ویلي چې موکلې یې پخوانۍ پرېکړې نه دي ننګولې، بلکې د هغو نویو شرایطو او واقعیتونو د ارزونې غوښتنه یې کړې چې د لومړي غوښتنلیک د وړاندې کولو پر مهال موجود نه وو.
محکمې د اداري دعوې له منلو وروسته اړوندې ادارې ته امر کړی، چې د پناه غوښتنې نوی غوښتنلیک ترلاسه او د ارزونې لپاره یې بشپړ اداري بهیر ترسره کړي.
د قزاقستان د بشري حقونو فعالانو ویلي، چې د محکمې د حکم پر پلي کېدو به څارنه وکړي او له دغې مېرمنې سره به خپلو حقوقي مرستو ته دوام ورکړي.
د امنیتي لاملونو له مخې د دغې افغانې مېرمنې هویت نه دی افشا شوی.
قزاقستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دې ډلې سره پراخې سیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لرلې دي او په ۲۰۲۴ کال کې یې د طالبانو نوم د خپلو ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې کړ.
د قزاقستان د بشري حقونو فعالان وايي، د طالبانو د نوم له لرې کېدو وروسته په دغه هېواد کې د افغان وګړو لپاره د پناه غوښتنې د وضعیت ترلاسه کول نږدې ناشوني شوي دي.
