په کندهار کې سرچینې د دغه ولایت په مرکز کې د طالبانو د غړو ترمنځ د خپلمنځي نښتې خبر ورکوي.
سرچینې وايي، دا نښته نن (یکشنبه، د لړم ۱۰مه) له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې د کندهار د ښاري نظم قطعې ځواکونو غوښتل د هغو طالب جنګیالیو د موټرو تورې ښیښې سپینې کړي چې له هلمند څخه راغلي وو؛ خو هلمندي طالبانو له دې کار سره مخالفت وکړ.
د سرچینو په وینا، دواړو لورو تر لفظي شخړې وروسته د خپلو ټوپکونو په کونداغونو یو پر بل برید کړی دی.
دا نښته د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د سره جومات مخې ته رامنځته شوې ده.
د میرویس حوزوي روغتون یوې سرچینې ویلي، چې له دې پېښې وروسته لږ تر لږه څلور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
په کندهار کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
