د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ملاتړ او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلو غونډه د ازبکستان په ترمذ ښار کې ترسره شوې ده.
دغه وزارت نن (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا غونډه پرون د طالبانو د چارواکو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما)، د دوحې پروسې د غړو هېوادونو او د خصوصي سکټور د استازو په ګډون پیل شوې او نن هم دوام لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو اړوند معیارونو، د تصدیقلیکونو صادرولو، د صادراتو لپاره د چمتووالي، بدیل معیشت او ټولګډونه اقتصادي ودې په اړه بحثونه وشي.
د دغه وزارت په وینا، ګډونوال به د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا، بازارونو ته د لاسرسي او په دې برخه کې د عملي همکاریو پر لارو چارو هم خپل نظرونه سره شریک کړي.
د خصوصي سکټور د ملاتړ او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې په ۲۰۲۳ کال کې د دوحې پروسې په درېیمه غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي، رامنځته شوې دي.
دغه کاري ډلې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو ژمنې او همدارنګه د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ او بزګرانو ته د بدیلو کرنیزو لارو چارو برابرولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ژمنې ارزوي.
