په خوست کې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو ځوان وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه شخړه د پنجشنبې په ماښام (د لړم ۱۴مه) د خوست مرکز متون اړوند د کوریانو کلي د اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د فیضالله په نوم ۲۹ کلن ځوان وژل شوی او ورور او پلار یې ټپیان شوي دي.
په خوست کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
وخت ناوخت له ولایتونو څخه د ځمکو پر سر د ورته خونړیو شخړو راپورونه ورکول کېږي. د ځمکو د شخړو او لانجو پر وړاندې پر وخت او عادلانه نه رسېدنه د دغو پېښو له لاملونو څخه ګڼل کېږي.
