له خپل ملي امنیتي ټیم سره د ټرمپ لیدنه؛ وايي، له ایران سره د جګړې په اړه به ژر پرېکړه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو ملي امنیتي سلاکارانو سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې ډېر ژر به پرېکړه وکړي چې ایا د منځمهاله ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته به پر ایران بشپړ پوځي بریدونه بېرته پیل کړي او که نه.

اکسیوس لیکلي، چې ټرمپ اوس‌مهال لږ تر لږه درې انتخابونه ارزوي: پر ایران د نویو بریدونو ترسره کول، د دغه هېواد پر حکومت د سختو اقتصادي فشارونو دوام، یا داسې یوه هوکړه چې ایران ته پکې د پام وړ امتیازونه ورکړل شي.

د دوو امریکايي چارواکو په وینا، ټرمپ او د ملي امنیت لوړپوړو سلاکارانو یې د پنجشنبې په ورځ د خپلې اوونیزې غونډې په ترڅ کې، د لومړي ځل لپاره له ټاکنو وروسته د ایران په اړه خبرې کړې دي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: «اوس به پرېکړه وکړو، ایا غواړو بریدونو ته دوام ورکړو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې د ایران اټومي پروګرام په بشپړ ډول له منځه تللی او بیا به هېڅکله بېرته ورغول نه شي؟»

هغه زیاته کړې: «زما ترجیح دا ده چې که امکان ولري، د دغه هېواد پاتې برخې هم له منځه یونه‌سم، خو ښايي اړ شم چې دا کار وکړم. ډېر ژر به پوه شئ.»

په ورته وخت کې، په داسې حال کې چې ټرمپ د راتلونکو ګامونو په اړه غور کوي، پراخې ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د قطر، سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، عمان او مصر له منځګړو سره څو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

قطري منځګړو هم د ایران له چارواکو او سپینې ماڼۍ سره د یوې وړاندیز شوې طرحې په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړی دی.

په دې وړاندیز کې له دواړو لورو غوښتل شوي چې په دوو ورځو کې یو لړ اقدامات ترسره کړي، څو متقابل باور رامنځته او د یوې پراخې هوکړې لپاره زمینه برابره شي.

د دې طرحې له مخې، امریکا به په لومړۍ ورځ سمندري محاصره پای ته ورسوي او د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه به ازاده کړي. په بدل کې به ایران د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د پلټونکو د لېږلو لپاره رسمي بلنه صادر کړي، څو هغوی له هغو اټومي تاسیساتو څخه لیدنه وکړي چې بمبار شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې دا اقدام به د هغه هوکړه‌لیک له مخې ترسره کېږي چې یو کال وړاندې په قاهره کې شوی و.

د وړاندیز له مخې، په دویمه ورځ به د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او له هغې وروسته به د ایران د لوړې کچې غني شویو یورانیمو د زېرمو پر محور اټومي خبرې اترې بیا پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي او له امریکا سره په غیرمستقیمو مذاکراتو کې یوه مهمه څېره محسن رضايي د پنجشنبې په ورځ په کرملین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي.

دا لیدنه د پوتین او رضايي ترمنځ له ټیلیفوني خبرو څو ورځې وروسته شوې، چې پکې د روسیې ولسمشر د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی و.

رضايي ویلي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر مجتبی خامنه‌یي پیغام یې پوتین ته رسولی دی. هغه زیاته کړې، چې پوتین د جګړې پای ته رسولو په برخه کې د مرستې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

رضايي له دې لیدنې وروسته ویلي: «ښاغلي پوتین ته مو وویل چې د ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې مو امریکایانو ته اووه شرطونه وړاندې کړي دي او تر هغو چې امریکا دغه اووه شرطونه ونه مني، نه به د هرمز تنګی پرانیستل شي او نه به مذاکرات ترسره شي.»

یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په ایران کې د پراخو پوځي عملیاتو د احتمالي بیا پیل لپاره د چمتووالي وروستي پړاوونه بشپړوي؛ خو تر اوسه یې له واشنګټن څخه نوی امر نه دی ترلاسه کړی.

د اکسیوس د راپور له مخې، پر ایران د امریکا د احتمالي بریدونو د بیا پیل یوه نښه ښايي منځني ختیځ ته د امریکا د سمندري ځواکونو د الوتکې‌وړونکې بېړۍ د درېیمې جنګي ډلې رسېدل وي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د «یواس‌اس تیوډور روزوېلټ» په نوم الوتکه‌وړونکې بېړۍ او ورسره ملګرې جنګي ډله به د جمعې له ورځې څخه د څو ورځو لپاره په سنګاپور کې د تم کېدو په موخه پاتې شي.

د دغه چارواکي په وینا، تمه نه کېږي چې یاده بېړۍ به د نومبر میاشتې تر نیمايي مخکې د سنتکام عملیاتي سیمې ته ورسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته