د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د افغان بېاسناده کډوالو د بېرته ایستلو په اړه د دغه هېواد تخنیکي خبرې اترې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفاورو ویلي: «فرانسه طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې کار هېڅ اراده هم نه لري. دا تخنیکي خبرې اترې په هېڅ ډول د دغه رژیم د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.»
هغه زیاته کړې، د ځینو فرانسوي رسنیو د راپورونو خلاف، نن د طالبانو هېڅ پلاوی په پاریس کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې حضور نه لري.
د فرانسې خبري اژانس د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د یوه فرانسوي ډیپلوماټیکې سرچینې په حواله د لومړي ځل لپاره راپور ورکړی و، چې فرانسې د افغانانو د ایستلو د بهیر د «اسانتیا» لپاره له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز هم د دوشنبې په ورځ دا موضوع تایید کړې ده.
فرانسه په رسمي توګه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له دغه حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري.
خو فرانسه د اروپايي ټولنې له شاوخوا ۲۰ غړو هېوادونو سره یوځای شوې، چې جرمني، بلجیم او سویډن هم پکې شامل دي. دغه هېوادونه هڅه کوي د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې د محکمو له لوري مجرم پېژندل شوي، چټک کړي.
د جون په میاشت کې په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ غونډه هم د بشري حقونو د څو بنسټونو او د اروپا د پارلمان د یو شمېر کیڼ اړخو استازو له نیوکو سره مخ شوې وه.
په دې خبرو کې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه او د کډوالو د ایستلو د بهیر پر چټکتیا بحث شوی و.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې وه او هېواد ته یې د کډوالو د جبري ستنولو د درولو غوښتنه کړې وه.
طالبانو د افغانستان د وګړو پر حقونو او ازادیو سخت محدودیتونه لګولي دي. دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې د بشریت ضد جنایتونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو په تور، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده، د دغې ډلې د سترې محکمې د رییس او د پوهنې او لوړو زدهکړو د وزیرانو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
