د فرانسې د ملي شورا مشرې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست جنسیتي اپارتاید بللی

یائل برون‌پیوه، د فرانسې د ملي شورا مشرې، د افغان ښځو په اړه د طالبانو سیاست جنسیتي اپارتاید بللی او د دې وضعیت پر وړاندې یې پر مبارزې ټینګار کړی دی.

هغې د افغانستان د کانونو پخوانۍ وزیرې نرګس نهان سره تر لیدنې وروسته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي دي:

«په افغانستان کې ښځې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه حذف کېږي، له خپلو حقونو بې‌برخې ساتل کېږي او چوپتیا ته اړ ایستل کېږي. دې سیستماتیک سیاست ته یو نوم شته: جنسیتي اپارتاید. دا وضعیت د منلو وړ نه دی او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي.»

برون‌پیوه زیاته کړې چې له نرګس نهان سره یې د جنسیتي اپارتاید د بیړنۍ رسمي پېژندنې او پر وړاندې یې د عملي اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.

نرګس نهان هم پر خپله اېکس‌پاڼه د فرانسې د ملي شورا له مشرې څخه د افغان ښځو د هغې غوښتنې د ملاتړ له امله مننه کړې چې غواړي جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي او جرم وبلل شي.

هغې ویلي دي:

«موږ باید د دې واقعیت پېژندنه په عملي اقداماتو بدله کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې د ښځو پر وړاندې دا ستر ظلم په رسمي ډول ونومول شي، منع شي او عاملان یې ځواب ویلو ته اړ کړل شي.»

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو او کار کولو څخه محرومې دي.

د ښځو حقونو فعالانې د طالبانو دغه سیاست جنسیتي اپارتاید بولي او غوښتنه کوي چې د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

نړیوالې جنایي محکمې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده، د دې ډلې د سترې محکمې د رئیس او د پوهنې او لوړو زده‌کړو د وزیرانو د نیولو حکمونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځورونې او محدودیتونو له لارې د بشریت ضد جنایتونو په تور صادر کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته