د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د کندهار د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون لپاره د ۱۵۱ میلیونه او ۸۵۰ زره افغانیو په ارزښت د MRI او CT-Scan پرمختللې دستګاوې پېرل کېږي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو دستګاوو کې یوه پایه MRI 1.5 Tesla او یوه پایه CT-Scan 128 Slice شامله ده، چې د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه پېرل کېږي.
وزارت زیاتوي، د یادو دستګاوو د تدارکاتو پروسه له یوه افغان شرکت سره د تړون د ورکړې په پړاو کې ده او تمه ده چې چارې یې په نږدې ورځو کې بشپړې شي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دغو دستګاوو په نصب او فعالېدو سره به د عینو مېنې روغتون د ناروغیو د تشخیص ظرفیت لوړ او ناروغانو ته به د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د کندهار د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون لپاره د ۱۵۱ میلیونه او ۸۵۰ زره افغانیو په ارزښت د MRI او CT-Scan پرمختللې دستګاوې پېرل کېږي.