د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې نږدې یو میلیون او ۲۹۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان نن (یکشنبه، د لړم ۱۷مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې دغه شمېر کډوال د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر میاشتې تر پایه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د دغو کسانو ۴۳ سلنه د اجباري اخراج په پایله کې او پاتې نور د کوربه هېوادونو د ژوند د نامناسبو شرایطو او محدودیتونو له امله اړ شوي چې افغانستان ته راستانه شي.
دغه شمېرې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په هغه راپور کې خپرې شوې دي، چې د «انعطافمنونکو مالي مرستو اغېزې» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په لسو هېوادونو کې د دغه سازمان فعالیتونه ارزوي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې ویلي، چې ډېری راستانه شوي کډوال په سختو شرایطو او له محدودو امکاناتو سره افغانستان ته رسېدلي او د خپل ژوند د بېرته پیلولو لپاره بېړنیو مرستو او د معیشت برابرولو فرصتونو ته اړتیا لري.
د دغه راپور له مخې، د کډوالو عالي کمېشنري په افغانستان کې د مرستو د رسولو لپاره ۲۱۶.۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري مرستو د بودجې د پام وړ کمښت له امله، دغه سازمان یوازې ۳۰ میلیونه ډالره انعطافمنونکې مالي مرسته ځانګړې کړې ده.
له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د راستانه شویو ۱.۲۹ میلیونه کډوالو له ډلې، شاوخوا ۲۰۲ زره کسانو، چې نږدې ۴۵ زره کورنۍ کېږي، په سرحدي لارو کې نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
د دغو کورنیو ۴۵ سلنه یې ښځینه سرپرستې لري، ۳۳ سلنه یې لږ تر لږه یو معلول غړی لري او څلور سلنه یې د ماشومانو تر سرپرستۍ لاندې دي.
سربېره پر دې، د بېرته راستنېدو په سیمو کې له ۳۴۰ زیانمنونکو کورنیو سره د بیا ادغام په موخه مالي مرستې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په راپور کې راغلي، چې د بېرته راستنېدو په سیمو کې شاوخوا ۲۳۰۰ هغو کسانو ته ځانګړې نغدي مرستې ورکړل شوې، چې د خوندیتوب له جدي ګواښونو سره مخ وو.
همدارنګه نږدې ۲۶۰۰ زیانمنونکو کورنیو ته د کورنیو اړینو وسایلو د برابرولو په موخه مرستې شوې دي.
دغه راپور د کډوالو د بېرته راستنېدو د ستونزو د روښانه کولو لپاره افغانستان ته د دوو راستنو شویو ښځو د ژوند بېلګې هم وړاندې کړې دي.
سمیرا، چې د مزارشریف ښار په دشتشور سیمه کې ژوند کوي، له ایران څخه تر راستنېدو وروسته د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې شوې ده. نوموړې د خپلې ناروغې مور او کشرې خور او ورور پالنه پر غاړه لري.
هغې په ایران کې د ګنډلو زده کړې کړې او د پور په پیسو یې د ګنډلو یوه ماشین اخیستی او د جامو ګنډلو کار یې پیل کړی دی. خو د خپل کار د پراخولو لپاره نورو وسایلو ته اړتیا لري، چې پکې د سردوزۍ، ګلدوزۍ او زیګزاګ ماشینونه شامل دي.
مسلمه د جوزجان ولایت یوه کونډه او د درېیو ماشومانو مور ده. نوموړې د سرپناه له لاسه ورکولو وروسته د خپلو خپلوانو په کور کې یوې کوټې ته کډه شوې او د غالۍ او ګلیم اوبدلو له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.
خو د هغې لږ عاید په سختۍ سره د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي او د عاید د زیاتولو لپاره د غالۍ اوبدلو ماشین او بازار ته ښه لاسرسي ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ټینګار کوي، چې افغانستان ته بېرته راستنېدل په خپله د دغو کورنیو د ستونزو او زیانمننې د پای ته رسېدو په معنا نه دي، بلکې د هغوی د دوامدار ادغام لپاره د معیشتي او خوندیتوب مرستو ته اړتیا ده.
خو د بشري مرستو د بودجې د سخت کمښت له امله، سمیرا، مسلمه او د هغوی په څېر نورې کورنۍ له اړینو مرستو بېبرخې پاتې کېږي.
