د جلال‌اباد او مهترلام ښاریان د برېښنا له پرله‌پسې پرچاوۍ شکایت کوي

د ژمي په رانږدې کېدو او د هوا په سړېدو سره، د جلال‌اباد او مهترلام ښارونو یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له پرله‌پسې پرچاوۍ شکایت کوي او وايي، د برېښنا نشتوالي یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی سمیع‌الله وايي، د شپې او ورځې په اوږدو کې ساعتونه ساعتونه برېښنا نه لري او د اقتصادي ستونزو له امله د سولري برېښنا او ګازو په څېر د بدیلو سرچینو د برابرولو وس هم نه لري.

هغه له مسوولانو غواړي چې د برېښنا د منظم وېش او د دې ستونزې د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.

د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی محمد اشرف هم د برېښنا له پرله‌پسې پرچاوۍ شکایت کوي او وايي، د ژمي په پیل سره د برېښنا پرې کېدل زیات شوي او په وېش کې یې هم عدالت نه مراعاتېږي.

نوموړی ادعا کوي چې ننګرهار او لغمان ته وارداتي برېښنا په عادلانه ډول نه وېشل کېږي او له مسوولانو غواړي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

د دغو ښارونو یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ویلي، چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته او د ماښام له پنځو بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پورې برېښنا پرې کېږي.

بلخوا، د ننګرهار لپاره د طالبانو د برېښنا شرکت رییس، مولوي انور شاه، د برېښنا کمښت د پرچاوۍ اصلي لامل بولي او وايي، تېر کال د ۱۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید تړونونه شوي او د یو شمېر پروژو عملي چارې روانې دي.

د نوموړي په وینا، په شیخ مصري سیمه کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دستګاه په بشپړېدو سره به د ننګرهار د برېښنا ستونزه تر ډېره حل شي.

هغه ډاډ ورکړی چې هڅه کوي وارداتي برېښنا په عادلانه ډول ووېشل شي او تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې د برېښنا ستونزه حل شي.

عام وګړي بیا ټینګار کوي چې د وارداتي برېښنا پر ځای باید په هېواد کې د برېښنا د تولید لپاره د اوبو بندونه جوړ او د برېښنا په برخه کې پر ځان‌بسیاینې کار وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته