یونیسف: په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي او د خوړو نه‌خوندیتوب مخ په زیاتېدو دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي او د خوړو نه‌خوندیتوب د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې نور هم زیات شوی دی.

د افغانستان د ټولنیز تغذیې د څارنې د سیستم د راپور له مخې، چې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۷مه خپور شوی، په ټول هېواد کې د ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ کچه د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې له ۹.۳ سلنې څخه په درېیمه ربع کې ۱۲ سلنې ته لوړه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د شپږو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ترمنځ د خوړو د نه‌خوندیتوب وضعیت هم خراب شوی دی. د شمېرو له مخې، دغه کچه د ۲۰۲۵ کال په درېیمه ربع کې له ۸۱ سلنې څخه د ۲۰۲۶ کال په ورته موده کې ۸۵.۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

یونیسف زیاته کړې، د روان ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې د افغانستان ۴۶ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د منځني یا شدید خوړو نه‌خوندیتوب سره مخ وو، په داسې حال کې چې دغه کچه د ۲۰۲۵ کال په ورته موده کې ۴۰ سلنه وه.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د ماشومانو د تغذیې وضعیت په پرله‌پسې توګه خراب شوی او د هغو ولایتونو شمېر چې د تغذیې له بحراني وضعیت سره مخ دي، د روان کال په لومړۍ ربع کې له ۱۰ ولایتونو څخه په درېیمه ربع کې ۱۶ ولایتونو ته لوړ شوی دی.

همدارنګه، د هغو ولایتونو شمېر چې د تغذیې له جدي یا د خبرداري له وضعیت سره مخ دي، هم لوړ پاتې شوی دی. د راپور له مخې، په لومړۍ ربع کې ۱۷ ولایتونه، په دویمه ربع کې ۱۶ ولایتونه او په درېیمه ربع کې هم ۱۶ ولایتونه په دغو ډلو کې شامل وو.

یونیسف وايي، د ۲۰۲۵ کال د درېیمې ربعې او د ۲۰۲۶ کال د ورته مودې د پرتله کولو له مخې، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۲ ولایتونو کې د عمومي حادې خوارځواکۍ وضعیت خراب شوی دی.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې، چې د ژمي موسم هم رانغاړي، شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د ټول نفوس ۳۸ سلنه جوړوي، د خوړو له شدید کمښت سره مخ کېدای شي.

ملګري ملتونه همدارنګه اټکل کوي چې په راتلونکي ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې له څلورو میلیونو څخه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې اړتیا ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته