د طالبانو د پوځ لوی درستیز، فصیحالدین فطرت وايي، د دې ډلې وسلهوال مخالفان «افغانان نه دي او له افغانستانه نه دي» او د «بهرنیانو» په لارښوونه د طالبانو پر ضد جګړه کوي.
فطرت دغه څرګندونې نن (یکشنبه، د لړم ۱۷مه) په کابل کې یوې غونډې ته کړې دي. نوموړي د «افغانستان د ازادۍ جبهې» او «ملي مقاومت جبهې» نومونه یاد کړي او دغه جبهې یې «نمایشي جبهې» بللې دي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو جبهې غړو شل کاله طالبان د پاکستان د «اجنټانو» په نوم ځپلي وو، خو اوس پخپله د پاکستان لمنې ته لوېدلي او له هغه ځایه تمویلېږي او تجهیزېږي.
د فطرت په وینا، دغه ډلې غواړي د پاکستان په لارښوونه او ملاتړ د افغانستان خلک وځوروي او په هېواد کې ناامني رامنځته کړي.
نوموړي د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې دغه جبهې د هېواد د ناامنه کولو توان نه لري.
طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځله پاکستان تورن کړی چې د دوی له وسلهوالو مخالفانو ملاتړ کوي.
د طالبانو دغې ډلې ادعا کړې وه چې په نورستان او بدخشان ولایتونو کې یې د «افغانستان د ازادۍ جبهې» له غړو سره تر نښتو وروسته، د دغو ډلو وسلهوال له پاکستانه افغانستان ته داخل شوي او د هغه هېواد ملاتړ ورسره دی.
خو پاکستان د طالبانو د چارواکو دغه ادعاوې «بېبنسټه» بللې او رد کړې یې دي. پاکستان ویلي چې په دغو دوو ولایتونو کې په نښتو کې لاس نه لري او د طالبانو له وسلهوالو مخالفانو هم ملاتړ نه کوي.
