د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په کابل پوهنتون کې په خپله وینا کې ویلي، چې د افغانستان ټول خلک د حنفي مذهب پیروان دي.
نوموړي په خپله شاوخوا یو نیم ساعته وینا کې، چې نن (سېشنبه، د لړم ۲۶مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو خپره کړې، ویلي چې د شریعت له مخې امام د مذهب د ټاکلو واک لري او په افغانستان کې به ټول خلک د حنفي مذهب پیروان وي. د هغه په وینا، د شافعي مذهب پر بنسټ عمل کول ناروا دي.
د طالبانو مشر زیاته کړې، چې خلک باید د یوه نظر او یوې فقهي لارې پر بنسټ راټول شي.
تر دې وړاندې د طالبانو نورو چارواکو، د دې ډلې د لوړو زدهکړو وزیر په ګډون، هم ویلي وو چې په افغانستان کې یوازې یو مذهب شته.
باور دا دی چې د افغانستان د نفوس لویه برخه اهل سنت او حنفي مذهبه دي؛ خو د دغه هېواد د مذهبي جوړښت تنوع هم د پام وړ ده.
له اهل سنتو وروسته، شیعیان په افغانستان کې دویمه لویه مذهبي ډله جوړوي. د ځینو اټکلونو له مخې، د دغه هېواد شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د شیعه مذهب پیروان دي.
د شیعه وګړو ډېره برخه هزارهګان جوړوي، خو د افغانستان د نورو قومونو ځینې وګړي هم د دغه مذهب پیروان دي.
د افغانستان په پخواني حکومت کې جعفري مذهب په رسمیت پېژندل شوی و او د شیعیانو لپاره د شخصیه احوالو قانون تصویب شوی و، چې له مخې یې د دغه مذهب د پیروانو شخصي او حقوقي چارې تنظیمېدې.
طالبانو واک ته تر بېرته رسېدو وروسته د شیعه مذهب رسمیت او د شخصیه احوالو قانون لغوه کړل.
شیعیان د هغه څه په اړه نیوکې کوي چې د طالبانو له لوري یې مذهبي محدودیتونه بولي.
په تېرو پنځو کلونو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې طالبان د اهل تشیع د اسماعیلیه ټولنې پر غړو د مذهب بدلولو لپاره فشار راوړي.
په دې وروستیو کې طالبانو په ځینو ولایتونو کې شیعه دیني عالمان هم د نامعلومو دلایلو له مخې نیولي او زنداني کړي دي.
په هرات کې دغې ډلې دوه شیعه دیني عالمان د ماتم مراسمو د جوړولو له امله نیولي او ویل کېږي چې ترې یې ژمنه اخیستې، چې نور به دا ډول مراسم نه جوړوي.
همدارنګه طالبانو په بامیان کې څلور شیعه دیني عالمان هغه مهال نیولي، چې د شیعه دیني مدرسو زدهکوونکو ته یې د میاشتنیو مرستو د وېش چارې ترسره کولې.
