الکساندر زویف، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست او مرستیال سرمنشي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه د خپلو وړتیاوو د بېرته پیاوړتیا په حال کې ده او عصري تاکتیکي وسایلو ته، د بېپیلوټه الوتکو په ګډون، لاسرسی موندلی دی.
زویف له روسي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې، چې نن (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) خپره شوې، ویلي چې د «القاعده» شبکه او د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړې چې دغه ډلې د سیمې او له هغې ورهاخوا د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي د داعش خراسان په اړه ویلي:
«دغه ډله د افغانستان پر بالفعل چارواکو (طالبانو) د پام وړ فشار راوړي او هڅه کوي چې هم د دغه هېواد دننه او هم له پولو بهر عملیات ترسره کړي.»
زویف زیاته کړې چې داسې ښکاري چې داعش خراسان خپلې وړتیاوې بېرته پیاوړې کوي.
د هغه په وینا، ملګرو ملتونو د ځینو غړو هېوادونو څخه داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښيي دغه ډلې عصري تاکتیکي وسایلو ته، د بېپیلوټه الوتکو یا ډرونونو په ګډون، لاسرسی موندلی دی.
هغه ټینګار کړی:
«دا یوه مشخصه ننګونه ده چې موږ ټول باید د مقابلې لپاره یې اقدام وکړو.»
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست همداراز په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډله په افغانستان کې مېشته ده او له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري.
د الکساندر زویف په وینا، «د تحریک طالبان پاکستان ترهګریز بریدونه تر ډېره پاکستان په نښه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د هغوی د عملیاتي وړتیاوو د پراختیا په اړه، په ځانګړي ډول د نوې ټکنالوژۍ او ډرون الوتکو د کارولو په تړاو، اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
بلخوا، د طالبانو چارواکو په تېرو پنځو کلونو کې په دې اړه بېلابېل او متناقض دریځونه څرګند کړي دي. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري او په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی؛ خو په ورته وخت کې یې د دغه ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره له نړیوالې ټولنې او د ټکنالوژۍ له شرکتونو، لکه ټیلیګرام او ټیکټاک، څخه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
