په بریتانیا کې دوه افغان ځوانان د یوې دوه اوونیزې محاکمې وروسته، پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او جنسي ځورونې په تور د لندن د شاهي محکمې د منصفه پلاوي له لوري مجرم وپېژندل شول.
د بریتانیا د ترانسپورټ پولیسو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) اعلان وکړ چې د دغو دوو کسانو نومونه بریالی رحیمي او میعبدالرحمان سادات دي.
د پولیسو په اعلامیه کې راغلي چې ۲۵ کلن بریالی رحیمي، چې د لندن په لوېدیځ کې د ساوتهال اوسېدونکی دی، د جنسي تېري، جنسي ځورونې او له ماشومې سره د جنسي اړیکو په درېیو مواردو کې مجرم پېژندل شوی دی.
همداراز، ۲۹ کلن میعبدالرحمان سادات، چې د لندن په شماللوېدیځ کې د کرکلووډ اوسېدونکی دی، د جنسي ځورونې، له ماشومې سره د جنسي اړیکو او د یوه کس د جنسي عمل ترسره کولو ته د اړ ایستلو په دوو مواردو کې مجرم پېژندل شوی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د روان میلادي کال د فبرورۍ په پنځمه رامنځته شوې ده. د پېښې پر مهال دواړه کسان د کینټ سیمې کانټربري ښار ته نږدې د سټوري اورګاډي په تمځي کې له یوې تنکۍ نجلۍ سره مخ شوي او د ماسپښین په درېیو بجو یې لندن ته روان اورګاډي ته ختلي دي.
د بریتانیا د ترانسپورټ پولیسو ویلي چې د سفر پر مهال رحیمي لومړی پر نجلۍ جنسي تېری کړی او وروسته یې د اورګاډي تشناب ته بیولې او هلته یې پرې جنسي تېری کړی دی. له دې وروسته رحیمي نجلۍ له سادات سره یوازې پرېښې او سادات هم پرې جنسي تېری او ځورونه کړې ده.
پولیسو ویلي چې نجلۍ د برید پر مهال څو ځله دواړو کسانو ته «نه» ویلي او خپل عمر یې هم ورته څرګند کړی و، خو هغوی یې مخالفت ته هېڅ پام نه دی کړی.
د اورګاډي له لندن برج تمځي ته تر رسېدو وروسته، دغو دوو کسانو نجلۍ په بل اورګاډي کې چې د پېټربورو پر لور روان و، تعقیب کړې ده. رحیمي د سېنټ پنکراس او سادات د فېنزبري پارک په تمځایونو کې له اورګاډي ښکته شوي دي.
نجلۍ د پېټربورو په تمځي کې پولیسو ته د پېښې راپور ورکړی دی.
د بریتانیا د ترانسپورټ پولیس وايي، د قرباني د څرګندونو او د اورګاډي د امنیتي کامرو د انځورونو له ارزونې وروسته یې د دواړو تورنو کسانو هویت معلوم کړی او د فبرورۍ په لسمه یې د لندن په لوېدیځ کې نیولي دي.
دغه قضیه د عدلي شواهدو، د ګرځنده ټیلیفونونو د معلوماتو او د امنیتي کامرو د انځورونو تر ارزونې وروسته څارنوالۍ ته سپارل شوې وه.
د بریتانیا د ترانسپورټ پولیسو یوه چارواکي، ګما لېټلووډ ویلي چې دغو دوو کسانو «یوې ماشومې ته نه جبرانېدونکی زیان اړولی دی».
هغه زیاته کړې چې دواړه تورن کسان د نجلۍ له عمر او زیانمنونکي حالت څخه خبر وو، خو د هغې د پرلهپسې مخالفتونو سربېره یې خپل برید ته دوام ورکړی دی.
د پولیسو په وینا، دواړه کسان په ټولیز ډول د نهو جرمونو په تور مجرم پېژندل شوي او ټاکل شوې چې وروستۍ سزاوې یې یوه میاشت وروسته، د ډسمبر په ۱۸مه، په همدې محکمه کې اعلان شي.
