د پخواني ولسمشر اشرف غني سلاکار او د کورنیو چارو پخواني وزیر، عمر داوودزي، د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده وروستۍ څرګندونې د «ژور غور او دقیقې سیاسي ارزونې وړ» بللې دي.
هغه په یوه پیغام کې چې پر خپله فېسبوکپاڼه یې خپور کړی، د طالبانو مشر د «اسلامي امارت محترم امیر» په نوم یاد کړی دی.
داوودزي لیکلي دي:
«زما په باور، دغه بدلونونه ښايي د افغانستان په سیاسي بهیر کې د یوې مهمې او حساسې مرحلې د پیلېدو نښې وي؛ داسې مرحله چې د چلند لپاره یې تدبیر، لرلید او سیاسي بصیرت ته اړتیا ده.»
داوودزی اوس د «افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» په نوم د جریان دورهيي مشر دی.
هغه د دغه مجمع له مشرانو غوښتي چې د وروستیو تحولاتو په اړه «له بېړنیو غبرګونونو او له وخته مخکې قضاوتونو ډډه وکړي».
هغه زیاته کړې ده:
«په داسې حساسو شرایطو کې سیاسي تدبیر، زغم او د احتمالي فرصتونو سمه پېژندنه ځانګړی اهمیت لري. غوره به وي چې دغه موضوع د مشرتابه شورا په کچه په ګډه وڅېړو او له هر اړخیزو بحثونو او اړینو مشورو وروسته، د ملي ګټو او د هېواد راتلونکي ته په پام، خپل ګډ، سنجول شوی او مسوولانه دریځ اعلان کړو.»
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون په هغه غونډه کې وینا کړې چې د طالبانو د پلویانو ملا امامانو پکې ګډون درلود.
هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او ویلي یې دي چې که وړتیا او شایستګي ولري، نو ورته به «چوکۍ» ورکړل شي.
ملا هبتالله په دې غونډه کې ځان «امیر» بللی او ویلي یې دي چې «د شرعي امیر له شتون پرته د شریعت پلي کول ناشوني دي».
د نوموړي دغو څرګندونو د نورو سیاسي څېرو غبرګونونه هم راپارولي دي.
د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وروستي وزیر محمد حنیف اتمر هم ویلي چې د کابل پوهنتون په غونډه کې د طالبانو د مشرانو له لوري د «ځینو مهمو اصولو او لیدلورو» مطرح کېدل، که په رسمي سیاست او عملي اقداماتو بدل شي، نو «کولای شي د افغانستان د کړکېچونو د سولهییز او دوامدار حل پر لور مهم ګام وي».
بلخوا، د افغانستان اسلامي وحدت ګوند د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان د خلکو د مذهبي تنوع ردول او د قومي او مذهبي تبعیضونو پراخول نه یوازې ملي یووالي ته زیان رسوي، بلکې د بېباورۍ، ټولنیزو درزونو او ملي نفاق د پراخېدو لامل هم کېږي.
د طالبانو مشر ادعا کړې چې د افغانستان ټول وګړي د اهل سنتو د حنفي مذهب پیروان دي.
دغه ګوند په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي:
«د افغانستان ټولو خلکو ته د یوه مذهب منسوبول د هېواد د یو شمېر وګړو د هویت او عقایدو ردول او د افغانستان د تاریخي او ټولنیزو واقعیتونو له پامه غورځول دي.»
