طالبانو اعلان کړی چې د دغې ډلې مشر، هبتالله اخوندزاده، کابل ته د خپل سفر پر مهال د دوو لویو جوماتونو او یوې جهادي مدرسې د ودانیو د بنسټ ډبرې ایښې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، ویلي چې د کابل په چمن حضوري سیمه کې د هبتالله اخوندزاده په نوم یو لوی جامع جومات جوړېږي.
د طالبانو رسنیو راپور ورکړی چې دغه جومات به د پنځو زرو لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري.
د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي، چې د دغې ډلې مشر د کابل په میرویس میدان (کوټهسنګي) کې د یوه لوی جومات او د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د یوې جهادي مدرسې د جوړولو د بنسټ ډبرې هم ایښې دي.
طالبانو تېره اوونۍ د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني، د پلار جلالالدین حقاني په نوم یو لوی جومات ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دغه جومات د کابل په نادرخان غونډۍ کې جوړ شوی او د طالبانو په وینا، په یوه وخت کې د دوو زرو لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.
راپورونه ښيي چې د دغه جومات پر جوړولو یو نیم میلیون ډالره لګښت راغلی دی.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي چې روان کال یې یوازې د کابل په ښار کې ۶۰ جوماتونه جوړ کړي او د ۵۰ نورو جوماتونو د جوړولو چارې یې هم بشپړې کړې دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې دیني مدرسې او جوماتونه پراخ شوي دي.
