په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ یونیسف: زده‌کړه د هر ماشوم حق دی

د ماشومانو د نړیوالې ورځې په درشل کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زده‌کړو ته د ماشومانو پر لاسرسي ټینګار کړی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له پنځو کلونو راهیسې له زده‌کړو محرومې دي.

یونیسف نن (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې زده‌کړه د هر ماشوم حق دی.

په دغه پیغام کې د بلخ د نهه کلنې زده‌کوونکې، خدیجې، له قوله ویل شوي چې هغه غواړي ډاکټره شي؛ خو اوس مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته د تګ اجازه لري.

دې ډلې واک ته له بیا رسېدو وروسته لومړی د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او وروسته یې هغوی له پوهنتونونو او طبي انستیتیوتونو څخه هم محرومې کړې.

په تېرو پنځو کلونو کې، د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه د نړیوالو نیوکو سربېره، دغې ډلې خپل بندیزونه لا سخت کړي دي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله د طالبانو د محدودیتونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده‌کړو د منع کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د دغې تګلارې یوه پایله د ښځینه متخصصانو، په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو کمښت دی.

اوس مهال د افغانستان روغتیايي سکټور د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی. په همدې حال کې طالبانو په ځینو سیمو کې د ښځینه ناروغانو درملنه د نارینه ډاکټرانو له خوا هم منع کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته