په سمنګان کې د هغو څلورو ځوانانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول چې غوښتل یې ترکیې ته ولاړ شي

د سمنګان د هغو څلورو ځوانانو جسدونه چې ترکیې ته د قاچاقي سفر پر مهال د ایران او ترکیې په پوله کې مړه شوي وو، په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شول.

دغه ځوانان عنایت‌الله، طورالدین، لطف‌الله او فضل‌احمد نومېدل او د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر کلي اوسېدونکي وو.

د سرچینو په وینا، دغه څلور ځوانان د روانې میاشتې (لړم) په نیمایي کې د ایران او ترکیې په پوله د ترکیې د سرحدي ځواکونو تر شکنجې لاندې وژل شوي دي.

د دغو څلورو ځوانانو جسدونه له ایران څخه سمنګان ته لېږدول شوي وو او پرون (چهارشنبه، د لړم ۲۷مه) خاورو ته وسپارل شول.

د سمنګان اوسېدونکي وايي، دغو ځوانانو د کار موندلو او د خپل ژوند د وضعیت ښه کولو په موخه غوښتل په قاچاقي ډول ترکیې ته ولاړ شي.

د افغانستان وګړي د ایران له لارې په قاچاقي ډول ترکیې ته ځي او له هغه ځایه هڅه کوي اروپايي هېوادونو ته کډوال شي. دا لاره خطرناکه او مرګونې ده او یو شمېر کډوال خپل منزل ته نه رسېږي. څو ځله د هغو افغانانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي چې د یخنۍ، لوږې، ډزو او د ترکیې د سرحدي ځواکونو د شکنجې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې وروستیو کې راپور ورکړل شو چې د ایران او ترکیې په سرحدي سیمه کې د اتو کډوالو جسدونه موندل شوي دي.

د کډوالو چارو یوه فعال له بي‌بي‌سي دري سره په خبرو کې ادعا کړې چې د افغانستان ۳۸ وګړي د ترکیې په پوله کې د سختې یخنۍ له امله مړه شوي او جسدونه یې په ایران کې په سړو خونو کې ساتل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته