په کابل پوهنتون کې د طالبانو د ملاتړو ملايانو غونډه پای ته ورسېده: مسلمانان دې له خپل امیر څخه اطاعت وکړي

په کابل پوهنتون کې د طالبانو د ملاتړو ملايانو غونډه د یوې پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. ګډونوالو په دغه پرېکړه‌لیک کې له خلکو غوښتي چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده «اطاعت او ملاتړ» وکړي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، په دې غونډه کې شاوخوا درې زره دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو او څېړونکو ګډون کړی و.

دغه غونډه چې طالبانو ورته د «علمي او څېړنیز کنفرانس» نوم ورکړی و، د دوشنبې په ورځ پیل شوې وه او موضوع یې د ملا هبت‌الله د فرمانونو د اغېزو څېړل وو.

د دې غونډې په وروستي پرېکړه‌لیک کې چې نن (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) خپور شو، راغلي چې د طالبانو د مشر د فرمانونو په اړه د «علمي څېړنو او ساحوي مشاهداتو» په پایله کې څرګنده شوې چې یاد فرمانونه د اسلامي شریعت له اصولو، دیني ارزښتونو او د ټولنې له اړتیاوو سره سمون لري او د نظام د چارو د تنظیم او عدالت د ټینګښت لپاره ارزښتناک بنسټونه ګڼل کېږي. همدارنګه پراخې شرعي، ټولنیزې، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزې لري.

د طالبانو مشر په تېرو پنځو کلونو کې پرله‌پسې فرمانونه صادر کړي او د دې ډلې حکومت د هغه د فرمانونو له مخې اداره کېږي.

د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د هغوی پر زده‌کړو او کار بندیز، هم د ملا هبت‌الله له هغو فرمانونو څخه دي چې د اسلامي هېوادونو په ګډون یې له نړیوالو نیوکو سره مخ کړي دي.

د روان کال په لومړیو کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو په اړه د خپلې غونډې په اعلامیه کې ویلي وو چې «د افغان ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز د اسلام انځور ته زیان رسوي».

له دغو نیوکو سره سره، د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو محدودیتونه لا پسې زیات شوي دي. نړیوالو سازمانونو د دغو محدودیتونو د اقتصادي او ټولنیزو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې، د طالبانو ملاتړو ملايانو په خپل وروستي پرېکړه‌لیک کې د دې ډلې د مشر پر اطاعت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د «شرعي امیر» اطاعت او ملاتړ د شریعت په چوکاټ کې د فتنې مخه نیسي، یووالی او اتفاق رامنځته کوي، اسلامي نظام پیاوړی کوي او د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې او ارامۍ لامل ګرځي.

په پرېکړه‌لیک کې زیاته شوې:

«اړینه ده چې مسلمانان د ملا هبت‌الله اخوندزاده د لارښوونو، احکامو، فرمانونو او قوانینو په پلي کولو سره له خپل امیر څخه اطاعت او ملاتړ وکړي.»

د طالبانو د ملاتړو ملايانو په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې دوی به د دې ډلې د مشر د فرمانونو د اهمیت او پلي کېدو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره هڅې کوي.

هغوی د طالبانو له چارواکو هم غوښتي چې د ملا هبت‌الله فرمانونه پر ځانونو او تر خپلې ولکې لاندې ادارو په سمه او بشپړه توګه عملي کړي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده پرون د کابل پوهنتون د غونډې په دویمه ورځ ګډون وکړ او وینا یې وکړه.

هغه وویل چې «د شرعي امیر له شتون پرته د شریعت پلي کول ناشوني دي».

د طالبانو مشر په دې غونډه کې زیاته کړه چې د افغانستان ټول وګړي د حنفي مذهب پیروان دي.

نوموړي له هغو افغانانو چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي، وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او ویې ویل، که وړتیا او شایستګي ولري، نو هغوی ته به «چوکۍ» ورکړل شي.

د طالبانو د مشر دغو څرګندونو د سیاسي څېرو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته