په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د بندیز له لګېدو څه باندې پنځه کاله تېرېږي، د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده میدان وردګو ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې «علم باید هرې درې ته ورسېږي».
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هبتالله اخوندزاده پرون (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) له کابله میدان وردګو ولایت ته تللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې هبتالله اخوندزاده په میدان وردګو کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو ته د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه لارښوونې کړې او د علم او پوهنې پر پراختیا یې د ځانګړي ټینګار ترڅنګ ویلي، چې «علم باید هرې درې ته ورسېږي».
طالبانو افغانستان ته له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه. دغه ډلې وروسته د پوهنتونونو او طبي انستیتیوتونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د طالبانو د دې پرېکړې له امله په افغانستان کې څه باندې دوه نیم میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي. د هر کال په تېرېدو سره د زدهکړو څخه د محرومو نجونو شمېر زیاتېږي.
د طالبانو مشر په میدان وردګو کې د دې ډلې له سیمهییزو چارواکو سره په لیدنه کې پر «علماوو» د درناوي پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د نظام بقا او پیاوړتیا له علماوو سره په مشوره او د علمي قشر په درناوي کې نغښتې ده.»
هغه همدارنګه ټینګار کړی چې «د اسلامي نظام د پیاوړتیا او بقا لپاره اړینه ده، چې ټول چارواکي د متقابل درناوي، همغږۍ او اطاعت په روحیه خپلې دندې ترسره کړي او د نظام د ساتنې لپاره له هېڅ ډول سرښندنې ډډه ونه کړي.»
طالبانو په دې وروستیو ورځو کې په کابل پوهنتون کې د هبتالله اخوندزاده له خوا د صادر شویو فرمانونو د ارزونې په موخه یوه غونډه جوړه کړې وه.
د طالبانو پلوي دیني عالمانو د دغې غونډې په دویمه ورځ هبتالله اخوندزاده ته د «شیخالاسلام» لقب ورکړ.
هغوی د غونډې په وروستي پرېکړهلیک کې د افغانستان له خلکو هم غوښتي چې له هبتالله اخوندزاده څخه «اطاعت او ملاتړ» وکړي.
