د ماشومانو نړیواله ورځ؛ کرزي د نجونو او هلکانو لپاره زده‌کړو ته پر بې‌قیده او شرطه لاسرسي ټینګار وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو او هلکانو لپاره زده‌کړو ته له کوم محدودیت پرته د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

کرزي نن (جمعه، د لړم ۲۹مه) په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د ماشومانو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځو چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او د لومړنیو زده‌کړو د عمر تر نیمایي ډېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړې، د ماشومانو نړیواله ورځ د ماشومانو د زده‌کړو، روغتیا او خوندیتوب په برخه کې د پاملرنې او رسېدنې او همدارنګه د هغوی د بنسټیزو حقونو د رعایتولو په اړه د ټولنې ستر مسؤلیت را یادوي.

د پخواني ولسمشر په وینا، بېوزلي او محرومیت د افغانستان ماشومان د خوارځواکۍ او بې‌سوادۍ له جدي ګواښونو سره مخ کوي، چې نه یوازې د ماشومانو، بلکې د کورنیو، ټولنې د روغتیا او امنیت او د هېواد راتلونکې هم ګواښي.

هغه ټینګار کړی: «افغانستان هغه مهال له دې خطرونو څخه ژغورل کېدای شي او د ابادۍ او غوړېدا پر لور تللی شي چې د ماشومانو روغتیا او امنیت یې تضمین وي او د زده‌کړو دروازې یې د نجونو او هلکانو پر مخ له هر ډول محدودیت پرته پرانیستې وي.»

طالبانو افغانستان ته تر بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او د هغوی پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

د طالبانو دغو اقداماتو په افغانستان کې د زده‌کړو پر کیفیت او لاسرسي هم اغېز کړی او ډېر ماشومان په داسې حال کې لومړنۍ زده‌کړې بشپړوي چې د لوستلو، لیکلو او حساب لومړني مهارتونه یې په سمه توګه نه وي زده کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته