په بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، یوې مېرمنې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې پنځه غبرګوني ماشومان زېږولي دي.
په بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال خان زدران ویلي، دغه ماشومان تېره شپه (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) زېږېدلي چې دوه هلکان او درې نجونې دي.
هغه زیاته کړې، چې له زېږون سره سم یو هلک مړ شوی او څلور نور ماشومان تر روغتیايي څارنې لاندې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند د دغو ماشومانو د مور د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې هم یوې ۲۸ کلنې مېرمنې په بلخ کې پنځه غبرګوني ماشومان زېږولي وو.
که څه هم د څو غبرګونو ماشومانو زېږون نادره پېښه نه ده، خو په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د پنځه او څلور غبرګونو ماشومانو د زېږون لږ تر لږه شپږ پېښې د رسنیو سرټکي ګرځېدلې دي.
