په پنجشېر کې ځایي سرچینې وايي، طالبان د دغه ولایت اوسېدونکي اړ باسي چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې رسنیو سره د طالبانو په ملاتړ مرکې وکړي او هغه جملې تکرار کړي چې له مخکې ورته ښوول شوې وي.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، دغه مرکې د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو له خوا د شکنجې او زندان په ګواښ ترسره کېږي.
د سرچینې په وینا، څو ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو د پنجشېر د حصهاول ولسوالۍ ۲۰ ځوانان د ولسوالۍ دفتر ته ورغوښتي وو او له هغوی یې غوښتي وو چې د «نظام په ملاتړ» مرکه وکړي او هغه جملې چې ورته ویل کېږي، د کمرې مخې ته تکرار کړي.
سرچینې ویلي، طالبانو دغه ځوانان په یوه خونه کې راټول کړي وو او تر هغه یې هېچا ته له خونې څخه د وتلو اجازه نه ورکوله، څو یې مرکې نه وې کړې.
سرچینې همداراز وايي، د طالبانو استخباراتو د یوه پخواني نظامي د کورنۍ غړي هم اړ کړي چې له دوی سره تر کنټرول لاندې رسنیو ته جبري مرکه وکړي. دغه پخوانی نظامي د پنجشېر د درې ولسوالۍ په عبداللهخېلو دره کې ځانوژنه کړې وه.
د سرچینو په وینا، دغه مرکې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون او په پنجشېر کې د دې ډلې د رسنیزو دفترونو له خوا ثبت او خپرې شوې دي.
طالبانو د پنجشېر له نیولو وروسته د دغه ولایت پر اوسېدونکو فشارونه زیات کړي دي. دې ډلې څو ځله د بېلابېلو ولایتونو پنجشېري ځوانان نیولي او د خپلو مخالفو وسلهوالو ډلو په ملاتړ یې تورن کړي دي.
د بشري حقونو بنسټونو هم طالبان په پنجشېر کې د «بشریت ضد جنایتونو» او خپلسرو وژنو په ترسره کولو تورن کړي دي.
