عالیه عزیزی، په ایټالیا کې مېشتې افغانې د بشري حقونو فعالې چې د نجونو د زدهکړو لپاره یې یو بنسټ جوړ کړی، د «هغه ښځې چې له ښځو سره مینه لري» جایزه ترلاسه کړه.
د دغې جایزې څلورم پړاو د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د ایټالیا په «پالرمو» پوهنتون کې د «Donne che amano le Donne» تر ایټالوي سرلیک لاندې ترسره شو.
عالیه عزیزی اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، دغه جایزه د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ، د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ، زدهکړو او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د هغې د هڅو د ستاینې په موخه ورکړل شوې ده.
عزیزی ویلي، دغه جایزه یوازې د ځان نه ګڼي، بلکې د افغانستان ټولو ښځو او نجونو ته یې ډالۍ کوي.
هغې زیاته کړې: «دا ویاړ د هغو ښځو په نوم او یاد دی چې له ټولو محدودیتونو سره سره لا هم هیلهمنې دي، هڅې کوي او د غوره راتلونکي لپاره مبارزه کوي.»
عالیه عزیزی په ایټالیا کې د «Hope In Action APS» بنسټ جوړ کړی، چې د دغه بنسټ له لارې په افغانستان کې نجونو او ځوانو ښځو ته د زدهکړو فرصتونه او ملاتړ برابروي.
نوموړې د ځوانانو د خبرو اترو او سولې په مرکز (YCDP) کې د ځوانانو نړیواله سفیره او د خوړو د نړیوال سازمان (FAO) په نړیواله غونډه کې د ځوانانو استازې هم ده او د ځوانانو د ګډون، سولې او پرمختګ په برخو کې فعالیت کوي.
عالیه عزیزی ویلي، د دغې جایزې د ورکړې د مراسمو په څنډه کې یې په افغانستان کې د ښوونیزو او ملاتړیزو پروژو د پراختیا او د افغان نجونو لپاره د زدهکړو او بورسونو د فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي او هیله لري چې دغه اړیکې به په عملي همکاریو بدلې شي.
هغې هیله څرګنده کړې چې د دغې جایزې ترلاسه کول به د افغانستان د ښځو غږ د نړۍ تر خلکو ورسوي او د هغوی هڅې او هیلې به لا څرګندې کړي.
د «هغه ښځې چې له ښځو سره مینه لري» جایزه په ۲۰۲۳ کال کې د «Terziario Donna» ډلې له خوا رامنځته شوې، چې د پالرمو د سوداګرۍ، خدمتونو او ګرځندویانو د اتحادیې (Confcommercio Palermo) اړوند ده. دغه جایزه هغو ښځو ته ورکول کېږي چې په بېلابېلو برخو کې، لکه سوداګري، طب، علمي څېړنې، کلتور، ټولنیز فعالیتونه، بشري مرستې او د ښځو د حقونو دفاع کې هڅې کړې وي.
