د افغانستان له هغو نجونو یوه چې له زدهکړو بېبرخې شوې او د بریتانیا له پوهنتونونو یې بورسونه ترلاسه کړي وو، خو د ویزې د نه ترلاسه کولو له امله یې زدهکړې نه دي پیل کړې، د بریتانیا له حکومت غوښتي چې له دوی سره دې د طالبانو د حکومت په څېر چلند نه کوي.
بيبيسي نیوز په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي چې هغو افغان ښځو چې د بریتانیا له پوهنتونونو د زدهکړو لپاره یې د منلو لیکونه ترلاسه کړي وو، د ویزو د ورکړې له ځنډېدو وروسته «زړهماتې» شوې دي.
شاهیره سادات، چې یوه له دغو نجونو ده، وايي: «دا چې دغه فرصت مې له لاسه ورکړ، زړه مې ماتوي.»
سادات چې په کابل کې د سافټویر انجنیره ده، د مصنوعي ځیرکتیا او ماشیني زدهکړې په برخه کې د ماسټرۍ زدهکړو لپاره د ساسکس، برادفورډ او د لندن د نورثایسټرن پوهنتونونو څخه د منلو درې لیکونه ترلاسه کړي وو.
خو وروسته یې داسې برېښنالیک ترلاسه کړ چې په کې ورته ویل شوي وو، د افغانتوب له امله به یې نور په بریتانیا کې د زدهکړو غوښتنلیک ونه څېړل شي.
د روان کال په مارچ میاشت کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د کامرون، میانمار، سوډان او افغانستان د غوښتونکو لپاره د زدهکړو ویزو د ورکړې د «بیړني ځنډ» اعلان وکړ.
دغه وزارت وویل چې دا اقدام د ویزو له پراخې ناوړه استفادې او د دغو ویزو له لارې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د پام وړ زیاتوالي په غبرګون کې شوی دی.
په هغه وخت کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود وویل، د هغو کسانو د ویزو غوښتنلیکونو د ردولو لپاره یې «بېساری تصمیم» نیولی چې د نوموړې په وینا، «زموږ له سخاوته د ناوړه ګټې اخیستنې په لټه کې دي».
سادات وايي: «دا رښتیا هم زړهماتوونکې وه. ما خپله ټوله انګېزه له لاسه ورکړه. ساعتونه ساعتونه مې وژړل. دا موضوع زما لپاره یوازې په زدهکړو پورې محدوده نه وه، بلکې دا یو فرصت و چې بېرته خپل کاري مسیر ته وګرځم او د ځان لپاره راتلونکی جوړ کړم.»
په هرات کې هم یوه نجلۍ چې د هویت د خوندي ساتلو لپاره یې نوم عالیه بدل شوی، د ورته غوښتنلیک له رد کېدو سره مخ شوې ده. په بریتانیا کې د ډیجیټلي رسنیو په برخه کې د ماسټرۍ لپاره د هغې د منلو وړاندیزونه بېرته اخیستل شوي دي. د نوموړې په وینا، دې پېښې داسې احساس ورکړی چې په یوه بنبست کې بنده شوې ده.
هغې ویلي: «هر څه یوازې له دې امله منع شوي چې زه یوه افغانه ښځه یم.»
شاهیره سادات وايي، کله چې خبره شوه چې نور به یې په بریتانیا کې د زدهکړو لپاره غوښتنلیکونه نه څېړل کېږي، «ساعتونه ساعتونه یې وژړل».
هغې ویلي: «زه غواړم د بریتانیا حکومت ته ووایم: له موږ سره د خپل حکومت په څېر چلند مه کوئ. هغوی موږ له زدهکړو بېبرخې کړې یو؛ نو نړیواله ټولنه باید موږ ته ډېره پاملرنه وکړي.»
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته د نجونو زدهکړې او تعلیم منع کړي دي. اوس مهال د افغان نجونو لپاره د زدهکړو یوازینۍ لاره تحصیلي بورسونه دي، خو دا لاره هم له محدودیتونو سره مخ ده.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د تحصیلي ویزو د ځنډولو په اړه بيبيسي ته په ځواب کې د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام بېرته پیلولو ته اشاره کړې ده؛ هغه پروګرام چې د دغه وزارت په وینا، «افغان ښځې او نجونې» هم په کې شاملې دي.
دغه وزارت همداراز ویلي چې د «کډوالو لپاره د ځانګړو نومونو لرونکو مالي ملاتړ او زدهکړو لارو» د رامنځته کولو په حال کې دی، څو هغوی ته «بریتانیا ته د راتګ او د خپل ژوند د بیا جوړولو لپاره خوندي لاره» برابره کړي.
خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دې پوښتنو په اړه مشخص ځواب نه دی ورکړی چې ایا دغه لارې به په افغانستان کې د هغو ښځو لپاره هم پرانیستې وي چې د کډوالو په توګه نه دي پېژندل شوې، لکه سادات او عالیه، او دا چې افغانانو ته به څومره ځایونه ځانګړي شي.
د لوړو زدهکړو د احصایې ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ ښوونیز کال په اوږدو کې، په بریتانیا کې له ۶۸۰ زرو څخه د زیاتو نړیوالو محصلانو له ډلې، له ۴۰۰ څخه کم یې د افغانستان وو.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغو محصلانو د شمېر په اړه یوې پوښتنې ته ځواب ورنه کړ چې وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال او د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر میاشتې ترمنځ، د افغان وګړو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو شمېر د ورکړل شویو تحصیلي ویزو له شمېر سره ۹۵ سلنه برابر و.
دغه وزارت وايي، دا پالیسي د محصلانو له خوا د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د نامتناسبې کچې د ارزونې او د پناه غوښتنې پر نظام د فشار د کمولو په موخه غوره شوې ده.
