ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې تر ۴۷ زرو ډېرې ښځې او نجونې د خپلو کورنیو د غړو له خوا وژل شوې دي؛ یعنې په منځني ډول په هر ساعت کې شاوخوا پنځه ښځې او نجونې وژل شوې دي. دغه شمېر د تېرو کلونو په پرتله نږدې پر خپل حال پاتې دی.
په دغه راپور کې چې نن (سېشنبه، د لیندۍ درېیمه) خپور شوی، راغلي چې د هغو ښځو شمېر چې د ژوند د شریک یا د کورنۍ د یوه غړي له خوا وژل شوې دي، په تېرو څو کلونو کې د ۴۵ زرو او ۵۱ زرو ترمنځ بدلون کړی دی.
دغه راپور چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په درشل کې خپور شوی، وايي چې تېر کال په نړۍ کې له هغو ۷۸ زرو ښځو او نجونو څخه چې د قصدي وژنې قرباني شوې دي، شاوخوا ۶۰ سلنه یې د خپل ژوند د شریک یا د کورنۍ د یوه غړي له خوا وژل شوې دي.
اټکل کېږي چې د دغو قربانیانو شمېر ۴۷ زره دی، چې په ورځ کې د ۱۲۹ ښځو او نجونو له وژل کېدو سره برابر دی. دغه شمېر د ۱۲۲ هېوادونو او سیمو د شمېرو د شننې پر بنسټ محاسبه شوی دی.
په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې ښځو د نړۍ په کچه د وژنو د ټولو قربانیانو ۱۹ سلنه جوړوله، خو له دغو ښځو څخه ۶۰ سلنه په شخصي او کورني چاپېریال کې وژل شوې دي. په مقابل کې، د نارینهوو د وژنو له قربانیانو څخه یوازې ۱۱ سلنه په ورته شرایطو کې وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو پر دې «بیړنۍ اړتیا» ټینګار کړی چې ډاډ ترلاسه شي، د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي اقدامات د ژوند د شریکانو ترمنځ اړیکې او همدارنګه په پراخه کورنۍ کې اړیکې تر پوښښ لاندې راولي.
د نړۍ هېڅ سیمه له دې پدیدې په بشپړه توګه خوندي نه ده پاتې شوې؛ خو افریقا یو ځل بیا د ۲۲ زره او ۱۰۰ پېښو په ثبتولو سره د هغو ښځو او نجونو تر ټولو لوړ شمېر لرلی چې د ژوند د شریکانو یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې دي.
له افریقا وروسته، اسیا د ۱۵ زره او ۱۰۰ قربانیانو، د امریکا لویې وچې د اووه زره او ۴۰۰ قربانیانو، اروپا د دوو زرو او ۱۰۰ قربانیانو او اوقیانوسیه د ۳۰۰ قربانیانو په لرلو سره په ترتیب راځي.
په دغه راپور کې همداراز ویل شوي چې که څه هم په نړۍ کې د وژنو کچه راټیټه شوې، خو د جنسیت له امله د ښځو د وژنې (فیمیسایډ) کچه په لږ سرعت راټیټه شوې ده؛ په ځانګړې توګه د امریکا په لویه وچه او اروپا کې.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا موضوع ښيي چې «دغه جرمونه په ټولنیزو دودونو او جنسیتي کلیشهوو کې ژورې ریښې لري». دغه سازمان زیاته کړې چې دا وضعیت د عدالت نظام ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو شتون هم څرګندوي.
«فیمیسایډ» د ښځو او نجونو هغه وژنې ته ویل کېږي چې د هغوی د جنسیت له امله ترسره کېږي. دغه اصطلاح یوازې د هغو وژنو په اړه نه ده چې د ژوند د شریکانو یا د کورنۍ د غړو له خوا ترسره کېږي، بلکې ځینې هغه وژنې هم رانغاړلی شي چې له سازمانیافته جرمونو، جبري کار یا د انسانانو له قاچاق سره تړاو لري.
خو راپور وايي چې له کورني چاپېریال څخه بهر د جنسیت له امله د ښځو د وژنې په اړه معلومات لا هم ډېر محدود دي او له همدې امله په سیمهییزه او نړیواله کچه د دغې پدیدې د کچې اندازه کول ممکن نه دي.
