د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات؛ د قطر لومړي وزیر له جي‌ډي ونس سره ولیدل

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیلولو په موخه د خپلو هڅو په دوام، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن ماښام (سې‌شنبه، د لیندۍ ۳مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د قطر او امریکا ترمنځ پر ستراتیژیکو او نږدې اړیکو او همکاریو، او همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د دغو اړیکو د پیاوړتیا او ملاتړ پر لارو چارو خبرې شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دواړو لورو د سیمې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړې توګه د روانو ډیپلوماټیکو هڅو او ګډو همغږیو په اړه هم خبرې کړې دي؛ هغه هڅې چې موخه یې د کړکېچونو کمول او په سیمه کې د امنیت او ثبات پیاوړتیا ده.

د قطر لومړي وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د ټولو هغو ډیپلوماټیکو هڅو او نوښتونو ملاتړ کوي، چې موخه یې د سمندري تګ راتګ د ازادۍ تضمین او په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د یوه هر اړخیز تړون رامنځته کول دي.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې وې.

نوموړي له روبیو سره تر لیدنې وروسته ویلي وو، چې قطر به د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته