د پکتیا حوزوي روغتون ډاکټرانو وهل ډبول؛ روغتیاپالانو کاربندیز کړی

اطلاعات روز: د پکتيا حوزوي روغتون مسولين وايي تېره ورځ ځينې «زورواکي» ياد روغتون ته ورغلي او د ياد روغتون ځينې ډاکټران او کارکوونکي يې وهلي دي.

د روغتون کارکوونکي او ډاکټران وايي، وړمه شپه (دوشنبه، ۱۰ د غبرګولي) د قوماندان شیرین په نوم د یو کس پلار له مړینې وروسته دا پېښه رامنځته شوې ده.

دوی د يادې پېښې په غبرګون کې عاجل عملياتونه، عمومي OPD  خدمتونه او واکسېنېشن بند کړي او وايي، تر هغې چې د دوی خونديتوب تامين او حيثيت تضمين شوی نه وي، کار به و نه کړي.

د حوزوي روغتون ډاکټر محمدنبي وايي، چې د حوزوي روغتون ډاکټران د پکتيا د قومونو په سراسري شورا کې راټول شوي او په خبره يې عاملينو ته د سزا ورکولو او د دوی د حيثيت د اعادې غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: «د قومندان شيرين په نوم د يو نفر کسانو ځينې ډاکټران صاحبان او کارمندان وهلي او بيا يې ويل چې نور کارمندان چېرته دي، چې موږ يې لاس تړلي له ځان سره بيايو. دا حالت موږ ته د منلو نه دی، دا ظلم او وحشت دی.»

په همدې تړاو ډاکټر خالقیار نیازي وويل، چې دوی ته يو ناروغ په نازک حالت کې راوړل شوی و، چې په خبره يې ډېری نښې يې د کرونا وې او دوی د کرونا ځانګړي وارډ ته د لېږلو لارښوونه ورته کړې ده.

نيازي وویل: «د ناروغ وضعيت ډېر خراب و، موږ د کرونا وارډ ته شفټ کړ، خو تر هغه ونه رسېد او ساه يې ورکړه. يو جنایي کارمن و، په توپانچه يې ووهلم، غاښ او مخ يې راخوږ کړي دي. دنيا کې هره ورځ سلګونه خلک مري، دې کې خو د ډاکټر قصور نه وي.»

خو د خواجه حسن کلي اړوند قومندان شيرين بيا وايي، چې د ده په شتون کې ډاکټران نه دي وهل شوي او دوی چمتو دي، چې دا مسله د قانون مطابق تعقيب کړي.

شيرين وويل: «پرون يې مريض شفاخانې ته وړی و، سينه و بغل و، خو هلته يې دوه، درې ساعته دغسې کېنولی و، تر هغه وروسته يې بيا ورته ويلي و، چې اکسيجن نشته، ولې يې اول نه ورته ویل؟ که ته د هغو کسانو پر ځای وای، څه به دې کړي و؟ محکمه او څارنوالي شته، دا موضوع د قانون له لارې مخ ته وړو.»

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي ياده پېښه د نه منلو وړ او له انساني چوکاټه وتلې بولي او وايي چې د ورته پېښو د دايمي مخنيوي لپاره به لازم ګامونه واخيستل شي.

سهي زیاته کړه، چې په بېړنۍ امنيتي ناسته کې به د روغتون د امنيتي پوستې تشکيل زيات او هيچا ته به له وسلې سره روغتون ته د ننوتلو يا بې نظمي جوړولو اجازه ور نه کړل شي.

هغه وايي: «د قومونو مشران به د احمدزي، ځاځي، منګل، ګرديزي، ځدراڼ، زرمتي او هر قوم تضمين کوي، چې بيا به په هېڅ ډول داسې پېښه نه کيږي او که هر چا داسې عمل وکړ، مريض به يې په روغتون کې منل کيږي او سخت عمل به ور سره کيږي. دا لوچکي ده.»

د پکتيا امنيه قومنداني هم پېښه تاییدوي، د دې ولایت امنيه قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر اطلاعات روز ته وویل، که په دې مسله کې له قانون بهر ناوړه کړنه شوې وي، نو له ښکېلو کسانو سره به قانوني چلند وشي.

دا لوموړی ځل نه دی، چې د روغتون له ډاکترانو سره دا ډول فزیکي چلند کیږي. بلکې تېر کال هم د کرونا ناروغي د لومړۍ څپې پر مهال د يو ناروغ د کرونا ټېسټ ورکېدو له امله هم ځينو کسانو د کرونا اړوند څانګې څو تنه ډاکټران سخت وهلي و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه