د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د «سرپناه، ځمکې او استوګنځایونو په برخه کې د همغږۍ د غبرګون» پروګرام له ۱۵۳ میلیونه ډالرو بودجوي کسر سره مخ دی.
اوچا نن (چهارشنبه، د وږي ۴مه) ویلي چې د روان میلادي کال لپاره د دغه پروګرام د پلي کولو په موخه ۱۶۰ میلیونه ډالره بودجه غوښتل شوې وه، خو تر اوسه یې یوازې ۴،۷ سلنه بودجه برابره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې خوندي سرپناه ته لاسرسی د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه دی او پر «د بشریت لپاره د اقدام» ټینګار یې کړی دی.
په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته، په دغه هېواد کې د بشري مرستو بېلابېل پروګرامونه له جدي بودجوي کمښت سره مخ شوي دي.
بشري مرستندویه بنسټونو هم څو ځله د بودجې له کمښت او د هغې له پایلو اندېښنه څرګنده کړې او له هېوادونو یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.
