په نیپال کې د سېلابونو له امله ۹۵ کسان مړه او سلګونه کسان لادرکه دي

PRAKASH MATHEMA / AFP

په نیپال کې چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۵ کسانو ته رسېدلی او نږدې ۴۰۰ نور کسان، چې بهرني سیلانیان هم په کې شامل دي، لادرکه دي.

د نیپال د پولیسو ویاند «ابي نارایان کافله» فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې تر اوسه د سېلاب له امله د ۹۵ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

بلخوا، رویټرز د نیپال د ګرځندوی وزارت له قوله راپور ورکړی چې د سېلابونو له راوتلو وروسته لږ تر لږه ۳۴۱ بهرني وګړي لادرکه شوي دي.

د نیپال د پولیسو ویاند ویلي چې د لادرکه شویو کسانو په ډله کې ۲۸ پولیس هم شامل دي.

د نیپال د ګرځندوی بورډ مشر «حکمت سینګ آیر» بي‌بي‌سي ته ویلي چې په لادرکه شویو کسانو کې له ۱۰۰ ډېر هندي وګړي، ۱۷ مالیزیایان، ۱۲ بریتانویان، څلور د سویلي افریقا وګړي او د امریکا، اسټرالیا او هالنډ اتباع شامل دي.

د راپورونو له مخې، ډېری دغه کسان د تبت په «کایلاش مانسرووار» سیمې ته روان وو؛ هغه سیمه چې طبیعي او مذهبي سیاحتي ارزښت لري.

د نیپال پولیسو تر دې مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد او چین په سرحدي سیمو کې د پراخو سېلابونو له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

د نیپال د پولیسو او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له‌خوا خپرې شوې ویډیوګانې د چین پولې ته څېرمه د همالیا په غرنیو درو کې د خټو اوبو د سخت جریان صحنې ښيي.

دغه سېلاب د نیپال او چین ترمنځ د پولې په اوږدو کې د تبت د خودمختارې سیمې په «ګیرونک» بندر کې راوتلی دی. په دې سیمه کې د کال په همدې موسم کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ګڼ حضور لیدل کېږي.

د سېلاب له امله زیانمنه شوې لار د «لانګټانګ» ملي پارک او «ګوسای‌کوندا» ته د لاسرسي له مهمو لارو څخه هم ده. ګوسای‌کوندا د غرونو په منځ کې یو سپېڅلی جهیل دی چې خلک د عبادت او مذهبي مراسمو لپاره ورځي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د ژغورنې او مرستې عملیات لا هم روان دي او ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته