اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د جلال اباد ښار په بیلابیلو سیمو کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د نیولو کمپاین یې ترسره کړ.
د ننګرهار د عامې روغتیا طالب رییس عطاالرحمن فاتح اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن (دوشنبه، د مرغومې په ۲۷مه) یې په جلال اباد ښار کې د امنیه قومندانۍ په همکارۍ په نشه یي توکو د روږدو کسانو د نیولو کمپاین پر مهال یې ۹۰ تنه نیولي دي.
نوموړی وایي، نیول شوي کسان به د لا ښې درملنې په موخه د ۴۵ ورځو لپاره د ننګرهار د روږدو کسانو ۱۵۰ بستریزه روغتون ته انتقال شي.
د تیر حکومت پر مهال هم له ننګرهار څخه سلګونه پرنشه یي توکو روږدي کسان کابل ته د درملنې په موخه انتقال شوي وو، خو له درملنې وروسته یې بیا نشه یې توکو ته مخه کړې.