اسلامي نظام اصلا څه دی؟ ايا دا سياسي-اسلامي ګوندونه او د اسلامي نظام لپاره جنګېدونکې جهادي ډلې چې د اسلامي نظام د تطبيق لپاره هڅې کوي، د اسلامي نظام ټولمنلی تعريف لري؟
له يوه اړخه د طالبانو سياستونو له خلکو کاري فرصتونه اخيستي او افغانستان يې په يوه مطلقه انزوا کې اچولی دی، له بله اړخه نه يوازې دا چې د دوی له لاسه پر پېښو شويو ستونزو اعتراف نه کوي.
يوازينی علت چې طالبانو له کرکټ او په کرکټ کې د تېر حکومت له سمبولونو سره تعامل وکړ، هغه ميليونونه ډالر وو چې ای سي سي افغانستان ته ورکول، يا يې هم ورکوي
طالبانو د تازه محدودیتونو په لړ کې د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې ښځې له تفریحي پارکونو، سپورټي کلبونو او عمومي حمامونو ته له تګ منع کړې دي.
اڅکزی قوم چې له طالبانو سره سخت مخالف دي، د وژنې لړۍ يې لا هم روانه ده. خو حقاني شبکې له دې اختلاف څخه ګټه اخيستې ده او د اڅکزي قوم ملاتړ يې کړی دی.
وېسټ ويلي، چې د بشري حقونو له ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ سره په اړيکه کې دی.هغه ليکلي چې د بشري حقونو د حالت په خرابېدو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره بايد د بېنټ د کار او راپور ملاتړ وشي.
محقق ليکلي، چې دواړو لورو «د بين الافغاني ملي خبرو له لارې د افغانستان د قضیې پر داسې حل ټینګار کړی چې د ملت قاطع توافق پکې تأمين شوی وي.»
کله کله داسې هم کېږي چې واکمنان د هغه مذهب له منلو انکار کوي چې د ټولنې ښکته طبقه یې پیروان وي. دوی ته په دې کې د ځان او مقام سپکاوی ښکاري چې د ټیټې طبقې د مذهب پیرو شي. اکثره داسې مذهبونه د ټولنیز جبر او غیر معمولي حاکمیت د مخنیوي لپاره رامنځته شوي وي، نو ځکه د ټولنې لوړ قشر یې له منلو انکار کوي.
No More Content